تاند- په شمالي او جنوبي سالنګ کې شاوخوا یو نیم متر واوره اورېدلې او لا هم دوام لري.

د پر له پسې واورو له کبله د سالنګ لویه لار بنده شوې او تراوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ دا یوازینۍ لار به کله پرانیستل شي.

راپو��ونه وايي چې د واورې د اورېدو ترڅنګ بادوریه او سخت باد هم شته چې پر دې لاره یې تګ راتګ لا ستونزمن کړی دی.

ویل کېږي چې مخکې تر مخکې د هوا اټکل شوی و ځکه د سالنګ په دواړو خواوو کې ډېر خلک منتظر نه دي پاتې شوي خو یو شمېر باري موټر انتظار باسي چې کله به لار پرانیستل کېږي.

په همدې حال کې ډېر خلک د واورو ورښت ته خوشاله دي او هیله لري چې وچکالي به ورسره کمه شي.

د وروستیو واورو له امله د سر د تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

خو ۶ کاله پخوا په سالنګونو کې د زیاتې واورې له اورېدو وروسته د برفکوچ له کبله نژدې ۳ سوه تنه مړه شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *