افغان حکومت د سولې د خبرو او سیمه ییزې او نړیوالې اجماع تر څنګ هڅه کوي دښمنان کم او دوستان زیات کړي.

وروسته له هغې چې د امریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په تړاو څرګندونې وکړې چې ګنې امریکایي ځواکونو پر ځای دې روسیه او پاکستان افغانستان کې جګړه وکړي او امریکایي ځواکونه به له افغانستان ووځي، افغان حکومت په دې لټه کې شو چې د امریکا بدیل پيدا کړي.

هسې هم له وړاندې د افغان حکومت اړیکې له ځینو هېوادونو سره دوستانه او ښې دي، لکه چین او هند چې په سیمه کې پياوړي هېوادونه دي او د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره یې مرستې هم کړي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب لومړی هند ته لاړ چې په هغه هېواد کې د دوه اړخیزو اړیکو او پراختیا تر څنګ څلور جنګي الوتکې مرسته هم ترلاسه کړه چې د روان میلادي کال په اوږدو کې به افغان هوایي ځواک ته تسلیم شي.

هند ته د ملي امنیت د سلاکار سفر موخه دا بلل شوې چې څنګه کیدای شي، هند له افغان لوري سره متحدپاتې شي او که امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي، هند له افغان حکومت سره په کومو برخو کې مرسته کولای شي.

دا به سمه وي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتيژیک او امنیتي تړون شته، خو داسې ښکاري چې امریکا له دې تړونونو سرغړونې کړي او زیات موارد یې نقض کړي دي.

امریکا په افغانستان کې ډیر کله ملي حاکمیت څخه سرغړونې کوي او همدا لامل دی چې افغان لوری د امریکا بدیل پسې ګرځي.

له هند وروسته د ملي امنیت سلاکار چین ته سفر وکړ او په دې سفر کې یې له چینایي چارواکو سره لیدنه کې د ترهګرۍ پرضد ګډې مبارزې باندې ټینګارکړی.

له چین غوښتل شوي چې څنګه کولای شي له ترهګرۍ سره مبارزه کې له افغان لوري سره همغږي شي او هغه ترهګرې ډلې چې د افغانستان تر څنګ د سیمې هېوادونو هم ګواښ دی، له منځه وړلی شي.

د چین نیت له پخوا راهیسې د افغانستان لپاره ښه دی او مرستې به یې هم بې اغیزې نه وي، چینایي چارواکو سره د دوه اړخیزو همکاریو تر څنګ له ترهګرۍ سره ګډې مبارزې باندې بحثونه شوي او چین ژمنه کړې چې له افغان حکومت سره به مرستو ته دوام ورکوي.

چین چې اوس د سولې په پروسه کې هم ښکیل شوی، اغیز یې له دې کبله زیات دی چې سیمه کې یو پياوړی هېواد دی او په ډيرو نورو هېوادونو باندې اغیز لري چې همکاریو ته یې وهڅوي.

اوس چې افغان ځواکونه په ډيرو برخو کې په پښو ولاړ دي، د بهرنیو ځواکونو وتل به دومره اغیز و نه کړي، څومره چې څو کاله وړاندې یې په تړاو انديښنې وې.

افغان ځواکونه له ۲۰۱۴م کال راهیسې خپلواک عملیات کوي او د ټول هېواد دفاع او امنیت ور ترغاړې دی او په دې کلونو کې یې ترهګر سخت ځپلي او موقع یې نه ده ورکړې چې کومه سیمه باندې حاکمیت ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *