تاند- په میدان وردک کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې اډې د طالبانو د موټربمي حملې د تلفاتو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

په پیل کې، د دې برید، چې د سهار په ۸ بجې په میدانښار کې د ځانګړو امنیتي ځواکونو پر قطعې وشو، د تلفاتو شمېر ۱۲ تنه ښودل شوی و، خو اوس په ځینو راپورونو کې ویل کېږي چې ممکن تر دې څو برابره زیات کسان وژل شوي وي.

د میدان وردک ولایت مطبوعاتي دفتر له پېښې وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې پېښه کې ۱۲ خاص افغان ځواکونه وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي چې په دې پېښه کې تر سلو ډېر افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي.

دا اژانس د یوه افغان چارواکي په قول وايي ۱۲۶ تنه وژل شوي دي.

د دفاع وزارت یوه چارواکي، د نوم د نه ښودلو په شرط رویټر خبري اژانس ته ویلي چې د ۸ کومانډو ځواکونو په شمول ۱۲۶ تنه په قطعه کې دننه د چاودنې په نتیجه کې وژل شوي دي.

په میدان وردک کې د خاصو ځواکونو پر قطعې برید
21/01/ 2019

پر دې قطعې طالبانو لومړی موټربمي چاودنه کړې او وروسته یې وسله واله نښته کړې ده. د قطعې ودانۍ یومخ ویجاړه شوې ده.

انډیپنډنټ ورځپاڼې او د روسیې نوویستي خبري اژانس هم ویلي چې د میدانښار په حمله کې ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

د افغانستان حکومت په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو د وروستیو شمېرو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *