د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې تراوسه ۱۷ ټاکنیز ټکټونه توانیدلي چې نوملیکنه وکړي.
بیلابیلې ډلې له خپلو مرستیالانو سره ټاکنو کمېسیون ته تللي او هغوی چې په شرایطو پوره دي، نوم لیکنه یې کړې ده.
په دې ډلو کې به ځینې ممکن لومړني لیست کې را نه شي، ځکه د نوماندانو ارزونه به کیږي او له هغې وروسته که په شرایطو برابر و، لیست کې راځي او هغوی چې برابر نه دی، له لیست به وځي.
په دې ډلو کې دوه درې یې داسې دي چې د ولسمشرۍ د څوکۍ تر څنګ یې د اجرایه ریاست څوکۍ هم له ځآن سره روانه کړې اوځینې بیا صدرات څوکۍ لپاره کسان نومولي دي چې د بریا په صورت کې به لویه جرګه راغواړي او د قانون په تعدیل سره صدر اعظم او دریم مرستیال څوکۍ رامنځ ته کوي.
دوی دا کار د دې لپاره کوي، یا په ټاکنو کې ورته ښکاره ماتې ښکاري او نه غواړي چې له سیستم ووځي، په دې مانا، که ټاکنو کې ماتې وخوري، نو د اجرایه ریاست څوکۍ شته چې پنځه کاله د حکومت په څنګ او حکومت دننه پآتې شي.
نو اوس چې دا ډلې د صدراعظمي په څوکۍ باندې ټینګار لري، هڅه یې دا ده که دا څوکۍ و نه شي، نو د اجرایه ریاست څوکۍ شته چې واک کې شریک پاتې شي.
په ټوله کې د نظام بدلون د عامو خلکو له غبرګونونو سره مخ دی او ټینګار کوي چې نباید ریاستي نظام په نیمه ریاستي او یا فدرالي باندې بدل شي.
سیاسیون او ځینې ګوندونه چې نیمه ریاستي نظام غواړي د دې لپاره چې دوی پوهیږي چې د ریاست جمهوري څوکۍ ورته نه رسیږي او که نظام غیرې متمرکز شي، یانې د صدارت څوکۍ رامنځ ته شي، دوی به هر کله واک کې شریک وي.
عام خلک ځکه له نیمه ریاستي نظام ډار لري چې هر کله به د حکومت ترڅنګ یوه بله موازي اداره وي چې هر کله ګډوډي رامنځ ته کولای شي چې ملي مسایلو کې هر کله جنجالونه ولري.
ټاکنې د ریاست جمهوري لپاره کیږي او هغوی چې له اوس څخه یې څلور او شپږ مرستیالان ټاکلي ټول یې ناقانونه دي او و به نه شي کولای چې په یوه او بله پلمه باندې قانون د ځان په ګټه تغیر کړي.
ځینو ډلو ځکه د ځان لپاره زیات مرستیالان ټاکلي چې فکر کوي، د اشخاصو په ملاتړ سره به د ولس ملاتړ خپل کړي، خو داسې نه ده، ولس برنامه او فکر ته رای ورکوي او هیڅکله به داسې ټاکنیز ټیم ته رای ور نه کړي چې د نظام او واک د ویش لپاره یې هوکړې لاسلیک کړي دي.