مجید ژړاند
موږ له ورځې بلې ته غښتلي کېږو، راویښېږو او د یوه مشترک هدف په لور د تلو تکل لرو.
نن هغه ورځ راغله، چې موږ کلونه وړاندې خوب باله، نن داسې برېښي لکه پښتون افغان چې له مرګ څخه وروسته د خپل دښمن غچ ته را ژوندی شوی وي او له ظالم ریاست څخه د جبر او ظلم کسات اخلي.
 افغان ولس په یوه خوله یوه حرکت ته چمتو شوی دی او د یووالي په لور ګړندي او محکم قدمونه اخلي.
افغان ولس پر یووالي او ژمنتیا باور لري،  له ظالم سره د جهاد چیغه یې پورته کړې او په تشو لاسونو یې د مجهز سامراج وار پار خطا کړی دی.
پرون که خیسور کې  تنکي حیات خان د سامراجي فوځ د ظلم او وحشت کیسه راپورته کړه، دا یواځینی حیات خان نه دی، چې  پنجابی فوځ یې د عزت په لمن د داغ ښوودلو په فکر کې دی.
تر دې پخوا هم پنجابي اشغالګرو تر دې بدتر اعمال تر سره کړي دي، خو محکوم افغان ددې جوګه نه و، چې د پنجاب پر ضد  راپورته او د پنجابي ریاست ګرېوان ته لاس واچوي، نن چې حیات خان د پنجابي وحشت کیسه کوي او د عدالت غږ پورته کوي، دا د پښتون ژغورنې غورځنګ برکت دی، چې د اټومي طاقت لرونکي پاکستان وارو پار یې خطا کړی دی، نن د کراچۍ جلسې وښودله، چې دا ولس نه مري، د هر ډول وحشت په وړاندې درېږي، د اتحاد او اتفاق جرړه یې قوي ده، نن پښتون افغان د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د خپلو حقونو د مبارزې غږ پورته کړی او د پنجابي اشغالګر يوځ او استخباراتو پر ضد غښتلي افغان د ازادۍ غږ پورته کړی دی او دا غږ به تر هغو بدرګه کېږي، تر څو چې دا افغان پر خپله لویه مېنه اباد شوی نه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *