تاند- وسله والو طالبانو پرون /دوشنبه/ له دې سره په یو وخت چې په قطر کې یې له امریکایانو سره د سولې خبرې پیل کړې، په میدان وردک ولایت کې پر خپلو افغانانو خونړۍ حمله وکړه.
د نیویارک ټایمز او ځینو نورو لوېدیځو رسنیو پر اساس دا په تېرو څه باندې ۱۷ کلونو کې د افغانستان د ملي امنیت پر ځواکونو تر ټولو خونړۍ او وژونکې حمله وه.
د وردک ولایت د ولایتي شورا ريیس اختر محمد خان طاهري وايي، د دې برید هدف د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له لوري د حکومت پلوه ملېشو د روزنې مرکز و.
طالبانو سمدستي د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

21/01/ 2019
طالبانو په وروستیو کې، چې په قطر کې یې له امریکایانو سره خبرې کولې، د یو شمېر بریدونو مسوولیت نه اخیست خو د خبرو له پای ته رسېدو وروسته یې د کابل په ختیځ کې د خونړۍ حملې مسوولیت له دې سره سره ومانه چې د لسګونو ماشومانو په ګډون یې ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د میدانښار په لمنه کې له پرونۍ حملې وروسته د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل چې دوی لومړی له چاودېدونکو موادو ډک هاموې د روزنیز مرکز په خوله کې وچاوداوه چې له کبله یې د دې مرکز لویه برخه ونړېده، ورپسې انتحاریان د حملې ځای ته ورسېدل.
که څه هم پرون یو شمېر افغان امنیتي چارواکو د وژل شویو شمېر ۱۲۶ تنه وباله، خو نیویارک ټایمز د افغان چارواکو په قول په وروستي راپور کې ویلي چې ۴۰ یا ۴۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ژوبل دي.
د میدان وردک د ولایتي شورا مرستیال محمد سردار بختیاري وايي چې دې مرکز ته تازه ۱۵۰ تنه د روزنې لپاره راغلي وو چې له هغو څخه ۵۰ تنه وژل شوي دي.
بختیاري وویل«لومړی یو له چاودېدونکو موادو ډک هاموې په ډېر سرعت قطعې ته ننوت او یو شمېر استخباراتي مامورین یې، چې په لومړۍ دروازه کې ول، ژوبل کړل، هاموې په قطعه کې دننه وچاودېده.»
«وروسته ۳ انتحاریان په یوه سپینه تویوتا کې راغلل چې ټپیان ووژني. خو د ملي امنیت ټپي غړیو ډزې پرې وکړې او درې واړه یې ووژل. او ورسره ډزې پای ته ورسېدې.»
که څه هم ټپیان له رغېدو وروسته هم جنګېدای نه شي خو طالبان پرې نه رحمېږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان د افغانستان له محبسونو څخه د خپلو ۲۵ زره بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي خو د افغانستان حکومت نه یوازې هغوی له هیواد سره د خیانت په تور نه په دار کوي بلکې ډوډۍ هم ورکوي.
د وردک ولایت د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک وویل«چاودنه ډېره زوروره وه. ودانۍ یې ویجاړه کړه او د دې روزنیز مرکز په شاوخوا کې یې ډېر لېرې نورې ودانۍ زیانمنې کړې.»
هوتک رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په روغتون کې یې د ۳۵ تنو مړي لیدلي دي
لا هم څرګنده نه ده چې په وژل شویو کې د افغانستان د ملي امنیت څو غړي یا تر روزنې لاندې کسان شامل دي.
مخکې ویل شوي و چې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې برید شوی او ټوله مرګ ژوبله دغو ځواکونو ته اوښتې ده.
دا برید له دې کبله هم د پام وړ دی چې په مجموع کې د افغانستان د ملي امنیت د ځواکونو تلفات د پولیسو او اردو په پرتله خورا لږ وي.