د ملي یوالي د حکومت پینځه کلنه د واک دوره پای ته رسېږي؛ خو لا اوس هم د اجراییه ریاست د پوست برخلیک ګونګ پاتې دی.
اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ۱۳۹۷ کال د مرغومې په ۳۰ مه نېټه د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزه ټاکنو لپاره په داسې حال کې نوملیکنه وکړه چې له خپل پوست (د ملي یوالي د حکومت اجراییه ریاست) څخه یې استعفا نه ده کړې.
د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې، هر هغه څوک چې پارلمان، ولسمشرۍ او یا د ولسمشر د مرستیال په توګه نوماندېږي، باید چې له دولتی چوکۍ څخه استعفا وکړي او یا د قانون په رڼا کې د حکومت له خوا له دندې ګوښه شي، یوازې ولسمشر چې د ولسمشرۍ لومړۍ دوره یې په پای ته رسېدو کې وي او غواړي چې د راتلونکې ولسمشریزې دورې لپاره ځان نوماند کړي، د قانون له مخې د دې لپاره استثنا ګرځول شوی چې د نظام واګې ګډې وډې نه شي.
د اساسي قانون په یوویشتمه ماده کې راغلي: (… د جمهور رییس وظیفه تر انتخاباتو وروسته د پنځم کال د غبرګولې (جوزا) په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي…
د همدې لپاره پرته له جمهور رییس نور ټول ولسمشرۍ ته هغه نوماندان او مرستیالان چې برحال په دولتي بستونو کې دندې تر سره کوي، تر نوماندۍ وړاندې باید استعفا وکړي او یا له دندو ګوښه شي. نو اجراییه رييس او مرستیالان یې هم د ټاکنو د قانون له مخې، باید د نورو دولتي منصوبیونو او مسوولینو په شان قوانین رعایت کړي او د نوماندۍ پر وخت له دندې استعفا وکړي.
ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د قانون دې برخې ته نه توجه کړې او نه استعفا. موخه یې څه کېدای شي؟
زما په اند دوه پیغامه یې روښانه کړل. لومړی دا چې عبدالله د خپل دغه په لاس ورغلي موقف د ژغورنې لپاره اسانه اپشن ورغاوه چې کولای شي د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته د بریا پر وخت له خپل شریک سره پرې معامله وکړي او د نه بریا په صورت کې دغه ریاست یا د اجراییه او یا هم د صدراعظم په نامه خپل کړي. که خدای مه کړه داسې وشي، د حکومت جوړښت به د چا له خوښې پرته او بې له دې چې لویه جرګه پرېکړه وکړي، هغسي بدل شي چې یونس قانوني (د جمعیت د ګوند طرحې) یې یادونه کړې ده.
دویم پیغام یې دا دی چې په خپلو ټولو سیالو ټیمونو یې دا غېز پرېښود چې په افغانستان کې د هر ډول دخالت لرونکو هېوادونو ملاتړ یې خپل کړي دی.
د اجراییه ریاست پوست د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزه ټاکنو د دویم پړاو په پایله کې په داسې حال کې چې ډاکټر محمد اشرف غني په اکثریت رایو ټاکنې ګټلې وې او د کمېسیون له خوا یې اعلان هم وشو، د اصلاحات او همپالنې د ټیم له ناندریو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (جان کیري) په منځګړتوب د قانون له چوکاټه بهر رامنځته شو. د جان کیري په قول او د توافقنامې له مخې چې دغه ریاست به تر دوو کالو پورې په همدې ډول (اجراییه) پر مخ ځي ��و له هغې وروسته به د افغان ولس له خوا یا د صدر اعظم په پوست تبدیلېږي او یا به په ټوله مانا عزل کېږي؛ خو له بده مرغه د افغانستان شرایطو نه په استفاده، ډاکټر عبدالله یو ځل بیا وکولای شول چې په خپل مهارت دغه پوست د ځان لپاره پنځه کلن کړي چې بیا هم له جان کیري څخه مرسته پکې غوښتل شوې وه.
د دې پوست پایلې د افغان حکومت او ولسونو لپاره ښې نه وې او خورا بدې اغیزې یې درلودې، په رسنیو او د خلکو له لوري پر کلکې نیوکې وشوې.
د عبدالله په بیا ځل نوماندۍ او له دې سره سره پر خپله چوکۍ پاتې کېدل؛ د خلکو په هغو هیلو هم خاورې ور واړولې چې ګواکې د ټاکنو تر بهیره به دغه ریاست له منځه وړل کېږي او حکومت به په یوه خوله او یو هوډ ټولې چارې تر یوې رهبرۍ لاندې پر مخ وړي؛ کومې چې د دې حکومت د پنځوس/ پنځوس اوازو او موجودیت له امله له خنډونو مخ وې.
په قومي ډول د لویو بستونو او ادارو د چارو وېشل او د دې حکومت تر پایه د وزارتونو او لویو ادارو سرپرستي یې ښې بېلګې کېدای شي…
اوازې دي چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ، د حنیف اتمر په مشرۍ، د ولي مسعود په مشرۍ، د لطیف پدارم په مشرۍ او د ځینو مرستیال ولسمشرانو په استازولۍ ټیمونه د اجراییه ریاست او د صدراعظم (نیمه ریاستي نظام) خبرې په خپلو بیانیو او طرحو کې څرګندوي.