تاند- اجرايي رييس عبدالله عبدالله د سویس په دافوس کې وویل، د افغانستان د سولې په پروسه کې لا هم ستونزې شته.
عبدالله، چې د دافوس په نړیواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی؛ وايي، د امریکا پالیسۍ په تېرو کلونو کې منسجمې نه وې، کله به یې له طالبانو سره د خبرو اجازه نه ورکوله او کله بیا یوازې په خپله له طالبانو سره خبرې کوي.
ده همداراز وویل، مهمه دا ده چې د سیمې هیوادونه په افغانستان کې تروریزم د خپلو ګټو د حصول لپاره تعریف نه کړي او دا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره ډېر مهم دی.
که څه هم د افغانستان له اساسي قانون سره سم، عبدالله عبدالله باید له دې کبله له دندې استعفا وکړي چې ځان یې کاندید کړی خو له دې سره سره د افغانستان د حکومت په استازولۍ د دافوس په غونډه کې د ګډون لپاره سویس ته تللی دی.
په دې اقتصادي غونډه کې د نړۍ د یو شمېر ولسمشران، صدراعظمان او د څه باندې ۳ زره موسسو استازي او نور دولتي چارواکي ګډون کوي.
د افغانستان د اساسي قانون د ۱۵ مادې پر اساس له ولسمشره پرته نور دولتي چارواکي د کاندیدو په صورت کې باید دولتي دنده پرېږدي.
له همدې کبله یو شمېر حقوقپوهان له ښاغلي عبدالله څخه غواړي چې له اجرايي ریاسته استعفا وکړي.