تاند- یوه نوې څېړنه ښيي چې ژوند یوازې د مځکې پر مخ نه بلکې تر مځکې لاندې هم شته.

دا څېړنه، چې په لسو کلونو کې شوې، ښيي چې د نړۍ تر ټولو ستر ایکوسیستم زموږ تر پښو لاندې دی.

څېړونکي وايي چې زموږ تر پښو څو کیلومتره لاندې په مځکه کې ګازونه او بېلابېل مواد شته چې د مځکې ځانګړی اتومسفیر یې جوړ کړی دی او د دې سبب شوی چې هلته عجیب او ناپېژندل شوي مخلوقات واوسي.

دا څېړنه یو شمېر څېړونکو په ګډه کړې او پر هغې یې ۱۰ کاله وخت لګولی دی.

دوی د نړۍ له سلګونو مختلفو سیمو څخه معلومات راټول کړي دي. ځینې معلومات یې له هغو کانونو څخه، چې په مځکه کې ۵ کیلومتره ژور کیندل شوي، ترلاسه کړي.

ځینې نور یې بیا د سمندر له تله ۲ نیم کلیومتره لاندې ځایونو څخه اخیستي دي.

دا ژوي کولی شي چې تر مځکې څو کیلومتره لاندې ژوند وکړي، هلته موجود فشار او تودوښه وزغمي او حتي په ملیونونه کاله ژوندي پاتې شي.

دوی د دغو ژوو په منځ کې د ځینو باکتریاوو یادونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *