تاند- د اسیریس – ریکس (Osiris-Rex) ستوربېړۍ معلومات ښيي چې د بینو (Bennu) کوچنۍ سیاره اوبه لري.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناسا څېړونکي وايي، بینو سیاره ګۍ مرطوبه ده.
دوی د دې سیارې د ماډلونو لومړني معلومات تېره میاشت خپاره کړل. دا معلومات اسیریس ریکس ستوربېړۍ پر بینو سیاره له کښېناستو وروسته ټول کړي دي.
د ناسا څېړونکي اټکل کوي چې دا کوچنۍ سیاره صرف ۸۰ ملیون ټنه وزن لري. دا سیاره پر له پسې تر مځکې راڅرخي او ۱۵۰ کاله وروسته مځکې ته رانژدې کېږي.
د ستوربېړۍ د معلوماتو له مخې، پر بینو سیاره کې هیڅ اوبلن شی نشته، خو د دې سیارې یوه لویه برخه خیشته خټه ده.
د اریزونا پوهنتون یو څېړونکی دانتې لورتا وايي، د دې فضايي پرښې یا سیاره ګۍ محیط شین بخونه دی.
د ناسا څېړونکی امي سیمن وايي، داسې شواهد شته چې پخوا په بینو کې اوبه وې او اوس چې اسیریس ریکس په نویو معلوماتو کې خټه او د رطوبت نښې ثابتې کړې، ښه خبر دی.
څېړونکي باور لري چې بینو د شمسي منظومې د لومړنیو وختونو پاتې شونی دی.
لورتا وايي، داسې ښکاري چې څلور نیم ملیارد کاله پخوا دا سیاره تر اوس ډېره لویه وه او اوبه یې هم لرلې.
اسیریس ریکس ستوربېړۍ د جنورۍ په میاشت کې د بینو سیاره ګۍ تر شاوخوا راګرځيدل پیل کړل او څو ورځې وړاندې ورسېده (لاندې ویدیو). څېړونکي به د یوه کال لپاره دا سیاره وڅاري.
د اسیریس ریکس ماموریت، چې ۸۰۰ ملیون ډالره پرې لګښت شوی، په ۲۰۱۸ م کال پیل شو.