تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو پرېکړه به د افغانستان راتلونکی حکومت وکړي.
زلمی خلیلزاد د ۱۱ کسیز امریکايي پلاوي په مشرۍ په قطر کې د طالبانو له ۸ کسیز پلاوي سره د د دوشنبې په ورځ خبرې پیل کړې چې نن /چهارشنبه/ هم دوام لري.
ځینې خبرې سرچینې وايي چې د دواړو خواوو په خبرو کې پرمختګ شوی او د سولې امکانات تر بل هر وخت ډېر شوي دي. د قطر په خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش، اوربند، د بندیانو تبادله او له تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو پر ایستنې بحث کېږي.
د سیاسي چارو شناند وحید مژده وايي چې تراوسه پورې د دواړو خواوو خبرې بریالۍ ښکاري، امریکا د طالبانو یو لړ غوشتنې منلي او طالبانو هم هوډ ښکاره کړی چې د افغانستان له حکومت سره به په بل پړاو کې خبرې کوي.
همداراز ویل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د دوحې په روانو خبرو کې طالبانو ته ویلي چې په افغانستان کې به د امریکايي پوځیانو حضور دوام وکړي.
د ښاغلي مژده په وینا خلیلزاد طالبانو ته ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت به وټاکي خو سل په سلو کې ژمنه نه شي کولی چې په ټاکلي وخت به ټول پوځیان ووځي.
ده همداراز وویل، د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو وغوښتل چې په موقت حکومت کې ونډه واخلي او پرېږدي چې نوی حکومت له افغانستان څخه د بهرنیو پوځیانو د وتلو یا پاتې کېدو په اړه پرېکړه وکړي.
مژده وايي چې طالبانو د امریکا دا وړاندیزونه منلي نه دي.
طالبانو او امریکا تراوسه پورې د خپلو خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا په اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي چې طالبانو او امریکایانو د موقت حکومت په اړه هیڅ راز خبرې نه دي کړي.
په همدې حال کې ځینې سرچینې وايي چې د دواړو خواوو په خبرو کې پرمختګ شوی او له همدې کبله د دوی خبرې اوږدې شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مهالوېش سره سم ټاکل شوې وه چې خلیلزاد د جنورۍ په ۲۱ مه ڼېټه سیمې ته خپل سفرونه پای ته ورسوي او بېرته واشنګټن ته لاړ شي.
له بلې خوا د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه د امریکا او طالبانو د خبرو هرکلی کوي.
ده همداراز ویلي چې زلمی خلیلزاد به راتلونکې میاشت مسکو ته ورشي او دواړه خواوې به د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي.