تاند – د ټولنیزو رسنیو د لایف پروګرامونو یو پاکستانی مبارز، جان حبیب، وایي چې د پاکستان د لاهور ښار په هیره منډیي کې اوس ښځې نه چلول کیږي.
ښاغلی حبیب په وروستیو کې د لاهور ښار هیره منډیي سیمې ته، چې ویل کیږي له کالونو کالونو راهیسې په کې د ښځو کاروبار کیږي، تللی او په یوه ژوندي پروګرام کې له یو شمېر کسانو څخه پوښتنې کوي چې آیا دلته اوس د ښځو کاروبار کیږي. (له هیره منډيي څخه د جان حبیب کتنه)
له نژدې یوه کال راهیسې یو شمېر پاکستانيان او افغانان یو د بل په مقابل کې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه په فیسبوک ژوندي پروګرامونه وړاندې کوي چې ځینې وختونه په کې سپکو سپورو ته وځي.
په دغو پروګرامونو کې، که څه هم چې پاکستاني مبارزان د افغان مشاهیرو سپکاوی او هغوی ته کنځلې کوي او افغان مبارزان هم په مقابل کې د پاکستان مشاهیر سپکوي، خو پاکستاني مبارزین تر ډېره خپل اورېدونکي دې ته تشویقوي چې د افغانستان د حکومت په مقابل کې د طالبانو د جنګ ملاتړ وکړي او د افغانانو وژنه جهاد بولي.
په ورته وخت کې، دغه کسان د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو او د افغانانو د وژنې په برخه کې د هغوی د پلانونو او پروژو ستاینې کوي او خلک یې ملاتړ ته وربولي، او د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې د غورځنګ غړي غداران او پردي جاسوسان بولي.
په یوه لایف پروګرام کې، جان حبیب، په خپل یوه ملګري، ښاغلي ذیشان، چې په کنځلو مشهور دی ورڅرخېږي او سختې سپکې سپورې ورته وایي. (خپل یوه ملګري ذیشان ته د جان حبیب خبرې)
بلې خواته، په دیسي بلېتز ټکی کام هبه جاوېد په خپل راپور کې لیکي چې په هره منډیي کې اوس هم د فحاشۍ کار روان دی او یوه بدلمنه ښځه نرګس هغې ته وايي چې په ګټل شویو پیسو کې پولیس ترې شکونې کوي. له نرګس سره په ویډیو کې د هغې ماشومان هم لیدل کیږي. (د هیره منډیي په رابطه د هبه جاوېد راپور)
د دې تر څنګ، ویل کیږي چې د پاکستان حکومت په هیره منډه یي کې له کاروباري ښځو څخه مالیه هم ټولوي.
په دیسي بلېتز سربېره، نیویارک ټایمز او ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼو هم په هیره منډیي کې د فحاشیو په رابطه راپورونه لیکلي خو داسې ښکاري چې جان حبیب په خپله کتنه کې اصلي ځای ته نه دی ور رسېدلی.
ویل کیږي، چې د لاهور هیره منډیي په ۱۵مه پېړۍ کې د مغلو د واکمنۍ په وخت کې د هنرونو د روزنځي په توګه جوړ شو، خو وروسته د مجرې نڅا په ځای بدل شو او په هندوستان د برتانوي استعمار په وخت کې د فحاشۍ په مرکز واوښت چې تر اوسه پورې په دې برخه کې خدمتونه وړاندې کوي.
هلکه فضل الرحمانه دا خلګ څه وائي؟
که دا کیسه رشتیا وی نو ستاسی لخوا څنګه توجیه کیږی او که دروغ وی نو ولی پټه خوله یاستی باید تکذیب ئې کې