د غزني د ولسونو مبارزه په هیواد کې د ولسي جرګې په ترکیب کې د متوازنې استازولي په پار د یاد ولایت د ټاکنو حوزې د حوزوي وېش، چې د ډېرو پرمختللو هیوادونو سیستم جوړوي او د غزني د شریفو خلکو استازولي تضمینوي پیل شوه، چې ( ټولې حوزې به د قومونو د نفوسو د انډول په اساس ټاکل کیږي او د هغو محترمو ټبرونو په اساس به حوزې نومول کیږې، چې د استازي د لرلو انډول پوره کړي). اما ددولت او ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا وړاندې شوې طرحې ته په کتو یاده طرحه د ولسمشر ددوهم معاوین چې هزاره توکمپاله شخصیت دی او خپل توکم ته د بل لوی ټبر د حق په خوړلو په وسطه د ځان محبوبیت ډېره ول غواړي او له بله اړخه متزلزله تش په نوم خپلواک کمېسیون چې د ځان د بقا لپاره هر ډول معامیلې ته تیار دی تیاره شوې. په ورستیو کې چې کومې طرحي د ولسمشر له لوري ټاکل شوي هيئت ( ښاغلی سروردانش، محمدخان او بیګ) ته سپارل شوې هغه ټولې طرحې له پامه غورځول شوي او په ځای یې لاندنې طرحه د تطبیق لپاره وړاندې شوې. پدې طرحه کې: ۱جغتو ۲. مالستان ۳. جاغوري ۴. ناهور ( لومړۍ حوزه، ټاکل شوې، چې ۴ وکیلان یا استازي به لري) ۱.ګيرو ۲. ګيلان ۳. مقر ۴. قرباغ ۵. اندړ ۶. واغظ ( دوهمه حوزه ده، چې ۴ وکیلان یا استازي به لري) ۱. خوګياني ۲. اجرستان ۳. زنخان ۴.مرکزغزني ۵. آب بند ۶. رشيدان ۷.ده يک ۸.خواجه عمري ۹. ناوه (دریمه حوزه ده، چې ۳ وکیلان یا استازي به لري) له یادې طرحې سره د ګوتو په شمېر خلکو هوکړه کړې او پاته ټول د غزني ولسونو یې په وړاندې ټینګ غبرګون ښودلی، ځکه چې په لوی لاس د ۱۴ پښتون مېشته ولسوالیو امنیت خراب ساتل شوی او هغه کړنې چې د اساسي قانون په اساس ددولت مکلفیت دی، د پښتون ټبر لپاره عملي شوی نه دی، چې یو یې سرتاسري امنیت دی او پدې اړوند پښتون ټبر تر بل هر ټبر ستره قرباني ورکړې او ټول افغان ولس ته روښانه ده. د یادې طرحې لویه ستونزه د مشارکت انډول دی، چې ځینو توکمونو او حلقو د نورو د حقوقو تر پښو لاندې کولو لپاره آن ددولت له مخالیفینو سره پروتوکولونه او هوکړې کړې او له بلې خوا مرکزي دولت د مظاهرو په وسیله ګواښي، چې په لویه کې د نورو مشکلاتو د حل په پار دولت معاملې ته اړ باسي، مدني حرکتونه او حق غوښتنه زموږ د ټبرونو مسلم حق دی او تر بل هر چا دولت ته سر خوږی جوړولای شو. کله چې د ټول هیواد د مشرتابه د ټاکنو لپاره د ټبرونو انډول په نظر کې نیول کیږي؛ نو د یو ولایت لپاره د ټولو ټبرونو حق د هغوی د شتون په اساس ولې نه ورکول کيږي. پورته معلومات د غزني د ولسونو د خبراوي لپاره شریک شول، ترڅو د مظلوم ولس د حق غوښتنې لپاره خپله چیغه سره یوه کړو او د تېر په څېر د خپلو ځواکمنو مدني حرکتونو په اساس خپل حق تر لاسه کړو. غزني دولسونو جرګه د سیاسي مشارکت او اړیکو کمېټه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *