تاند- اسلامي کنفرانس سازمان یا او آی سي نن /پنجشنبه/ د افغانستان وچکالي ځپلیو ته د فوري مرستو لېږل تصویب کړل.
دې موسسې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله د لکونو انسانانو د بې ځایه کېدو خبرونه خپاره شول.
د اسلامي کنفرانس سرمنشي ډاکتر یوسف الثایمن ویلي چې اسلامي کنفرانس سازمان د اسلامي پیوستون له بسپنې څخه په درسته نړۍ کې له مسلمانانو سره بشري مرستې کوي او افغانانو ته هم په همدې لړ کې د خوراکي موادو او سرپناه په برخو کې عاجلې مرستې استوي.
تېر کال په افغانستان کې ورښتونه ډېر لږ و او له همدې کبله په ځانګړي ډول د بادغیس په لسګونه زره خلک مجبوره شول چې مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته ولېږدي.
د وچکالي ځپلیو کړاوونه اوس، چې هوا سړه ده او واورې اورېدلي، لا زیات شوي دي.
دوې میاشتې پخوا مرستندویانو خبرداری ورکړی و چې د هوا د سړېدو له کبله به د بې ځایه شویو کورنیو ډېر ماشومان د مرګ له خطر سره مخامخ شي.