ژباړن: فرید فرهنګ

په جرمني کې (Novus) موټرسایکل جوړوونکې کمپنۍ یو نوی الیکتریک یا برښنايي موټرسایکل جوړ کړی چې د لاس ویګاس د ۲۰۱۹ کال نندارتون ته وړاندې شو.

دغه موټر سایکل، چې د ډيرو خلکو پام ځان ته اړولی، یو ځانګړی سیستم لري. د شرکت مشر وايي، د دې موټر سایکل په جوړولو کې فولاد، المونیم او ځينی نور قیمتي مواد کارول شوي او ۵/ ۳۸ کیلو وزن لري.

د وروستیو راپورونو له مخې دا موټرسایکل په یو ساعت چارچ کولو نږدې سل کیلومتره مزل کولی شپ او څراغونه يې هم مناسبه رڼا لري.

د موټر سایکل څوکۍ هم ځانګړې او ارامه ده چې ورباندې نتاست کس ژر نه ستومانه کېږي.

د دغه موټر سایکل بیه ۴۰ زره ډالر ښودل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *