لومړی سپنې کوترې ډلې ډلې شوې بیا بېرته ډلې، ډلې راټولې شوې، په یو خای بل ځای کښیناستلې، دوی اراده کړې وه، چې نورې کوترې هم له ځان سره یو ځای کړي. د خپل ژوند سفر په ګډه سره ولمانځي. یو ځای والوزي په یوه لیکه لاړې شي.
د کوترو بحث روان وو. دوی هڅه کوله، چې یوه موخه وټاکي، خو د چاپیریال ناخوالو او کورنۍ کوترو يې مخه نیوله.
یوې ډلې خپل ځان په اکثریت کې ښوده، نورو ډلو ته يې ویل: راځئ زما له غوښتنو سره سم والوزئ. بلې ډلې بیا نور هم خپل ځان رښتنی ګڼه. دوی په زغرده د سپینو، سپینو جوړو غوښتنه کوله. بلې ډلې بیا نور هم په خپلو وزرونو کې سپینوالی لیده. ځانته يې په نورو ترجیح ورکوله. همداسې نورو ډلو هم په همدې ترتیب سره نیوکې او وړاندیزونه درلودل.
دغو کوترو خپل اصلیت ته هم کوم خاص پام ونه کړ، ماته د سپینو کوترو په ذکر کې هم شک راځي، چې ولې دوی خپل سپینوالی ونه ساته؟ بیا هم دغه کوترې څو څو ځلې له هر ګوټ نه راټولې شوې؛ خبرې يې وکړې. له خپلو ډلو او سیمو څخه یې پیغامونه راوړل.
رښتیا دغه کوترې ګرځنده هم نه وې، چې هر څه ورته څرګند وای، دوی ته د سیمې داړمارانو او ښکارچیانو لخوا لومې ایښودل شوې وې.
هو ! دا کوترې ملامتې هم نه دي، چې خپل منځ کې روغه او جوړه نه کوي. دوی هم پداسې یوه سیمه کې غټې شوي چې کلونه، کلونه جنګونه يې لیدلي، توپونه، بمونه، راکتونه،… پرې لګیدلي دي. دا سیمه د تاریخ له پیل نه تردې دمه د لویو لویو جګړو شاهده پاتې شوې ده، لا پکې جګړه روانه هم ده؛ په همدې خاطر چاپیریال یوازې په یوه برخه کې نه، بلکې په الوتونکو یې هم خپله اغیزه ښيندلې ده.
اوس بیا د کوترو د موسم وږمې خورې شوي او تاوده بحثونه يې روان دي. کله یو ځای کښیني او کله بل ځای؛ خو بې پایلې بېرته خپلو ځالو ته ستنیږي.
اوس د کوترو استازي هم په یوه خوله، نه راټولیږي. کنه د اصلي غوښتنې له پاره یې د هر رنګ کوتره تږې ده، خو د خپلواکۍ محدودیت يې دغه واک د نورو زورواکو مرغیو منګلو ته سپارلی. ځینې يې په حقیقت پوه شوي دي. هغوی غواړي د خپل کور له پاره د حل لارې پیدا کړي. خو ښکارچي يې نه غواړي چې خپله ښکار شوې مړۍ له لاسه ورکړي. هغوی ژر تر ژره له منځه وړي، چې ټول عمر پرې شخوند ووهي.
دا داسې پاکه کلمه ده چې هر انسان يې غوښتونکی دی. په عملي کیدو کې یې د الله ج خیر او برکت دی. امن او سکون دی. هوساینه او رڼا ده. خو یو شمېر محدود کسان شخصي ګټې تر ملي ګټو لوړې ګڼي. هغوی په دې لومه کې بند شوي او د نورو د ښکار وړ ګرځیدلي دي.
تاریخ به د داسې معامله ګرو تورې څېرې بربنډې کړي، چې د خلکو د هوساینې په وړاندې یې خنډونه جوړول.
کاش چې د سولې سپیڅلې کلمې ته مو درناوی کړای وای او بې قدره کړې مو نه وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *