تاند- د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو له غونډې خبرې سرچینې وايي چې پرون /جمعه/ د خبرو اترو په پنځمه ورځ له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو او اوربند تمرکز وشو.

سرچینې وايي، په داسې حال کې چې طالبانو د امریکايي پوځیانو پر وتلو ټینګار کاوه او غوښتنه یې لرله چې امریکايي پوځیان دې ۶ میاشتنی مهالوېش اعلان کړي، امریکایان د ځواکونو د ایستلو لپاره تر دې د زیات وخت او همداراز د مهالوېش له اعلان سره په یو وخت د اوربند د اعلان غوښتنه کوله.

دوی دغه راز په دې خبرې وکړې چې افغانستان به بیا د طالبانو له لوري د نړیوالو تروریستانو پر مرکز نه بدلېږي.

یوې سرچینې وویل چې د طالبانو سیاسي مشروعیت، اوربند او دایمي سوله هغه مسلې وې چې د جمعې په ورځ پرې خبرې وشوې.

طالبانو امریکايانو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان به د تروریستانو پر مرکز نه بدلېږي.

په همدې حال کې د قطر د دفتر د مشر په توګه د عبدالغني برادر ټاکل کېدو یو شمېر افغانان هیله من کړي چې طالبان به د سولې لپاره په خپلواک ډول پرېکړه وکړای شي.

دوی وايي، ملابرادر په ۲۰۱۰ م کال د دې لپاره ونیول شو چې نوموړي غوښتل د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

بېلابېلې سرچینې وايي چې د قطر په خبرو کې پرمختګ شوی او هره شېبه هیله شته چې دواړه خواوې ګډه اعلامیه خپره کړي او په بل ګام کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې اصلي خبرې پیل شي.

امریکا وايي چې د قطر روانې خبرې د دې لپاره دي چې د سولې د اصلي خبرو لار هواره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *