تاند- پاکستان وايي چې ۷ تنه نور افغان طالبان یې خوشي کړي دي. پاکستاني رسنۍ وايي د خوشي شویو طالبانو د کورنیو غړیو او پاکستاني رسنیو تایید کړه چې خوشي شوي طالبان د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای شوي دي.

د پاکستان «ایکسپریس تریبیون» ورځپاڼه وايي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د طالبانو پخواني مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر ته اجازه ورکړې چې په تېرو دوو ورځو کې د خپلې کورنۍ له غړیو سره وویني.

د پاکستاني رسنیو له راپوره داسي ښکاري چې د ټولو طالب مشرانو او قومندانانو کورنۍ په پاکستان کې اوسي ځکه چې خوشي شوي طالبان په پاکستان کې له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته یوه طالب قومندان ویلي:«تاییدولی شم چې اووه نور د ټیټې کچې بندي طالب مشران خوشي شوي او دوی په پاکستان کې د خپلو کورنیو له غړیو سره یوځای شوي دي.»

ورځپاڼه وايي چې دغه طالب قومندان نه غوښتل چې نوم یې څرګند شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې یوه بل طالب قومندان هم د اوو طالبانو خوشي کېدا تایید کړه خو د خوشي شویو طالبانو نومونه یې یاد نه کړل.

د پاکستان حکومت د خوشي کړیو طالبانو په اړه تراوسه پوري څه نه دي ویلي خو دا په څه کم دوو میاشتو کې د طالبانو دوهمه ډله ده چې پاکستان یې خوشي کوي.

پاکستان د سپټمبر په اوومه اعلان وکړ چې د منصور دادالله په شمول یې اووه طالبان خوشي کړي دي. خو څرګنده نه شوه چې خوشي شوي طالبان چیري لاړل.

ځیني پاکستاني سرچینې وايي چې منصور داد الله ته اجازه نه ده ورکړای شوې چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره یوځای شي.

ادعا کېږي چې منصور دادالله د دې لپاره نیول شوی و چې د ملاعمر مخالف و.

پاکستان په مجموع کې۴۰ افغان طالبان خوشي کړي او وايي چې دا کسان یې د افغانستان د حکومت په غوښتنه پرې ایښي دي څو د سولې خبرو ته لار اواره کړي.

خو افغان چارواکي وايي چې د پاکستان له لوري هیڅ خوشي شوي طالب د سولې په بهیر کې شامل شوی نه دی.

د سې شنبې په ورځ طالبانو یو ځل بیا وویل چې ملا عبدالغني برادر نه دی پرېښودل شوی چې د خپلې کورنۍ غړي وویني.

ملا برادر په ۲۰۱۰ کال وروسته له دې ونیول شو چې د افغانستان له حکومت سره یې د خبرو هڅه وکړه.

خو یوه طالب پرون/ سې شنبه/ ایکسپریس تریبیون ته ویلي چې ملابرادر ته د دوشنبې او سې شنبې په ورځو اجازه ورکړای شوې چې د کورنۍ له غړیو سره د ټېلفون له لارې خبرې وکړي.

ورځپاڼه وايي، د ملا برادر د کورنۍ غړي خوشاله دي چې عزیز به یې د اختر په شپو ورځو کې له دوی سره وویني.

پاکستان د تېر سپټمبر په یوویشتمه اعلان وکړ چې ملا برادر یې د افغانستان په غوښتنه خوشي کړی خو افغان طالبان وايي چې ملا برادر لا ازاد نه دی.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم تېره اوونۍ وویل چې ملا برادر لا هم بشپړ خوشي شوی نه دی. کرزي هیله څرګنده کړه چې اسلام اباد به ملابرادر ته موقع ورکړي چې د افغانستان په سوله کې رول ولوبوي.

One thought on “پاکستان وايي ۷ نور طالبان یې خوشي کړي”
  1. ٧ نور جاهل غلامان د قتل عام لباره ازاد شو. پښتو،غیرت،ناموس اوایمان خو نلری همدې پاکستان دښځو او بچیو سره بندیان کړی،. څو ك چې په خپل ناموس غیرت ونکړي هغه نر نه وی .نه پوهیږم چې. تاسو باندې څه جادو کړی. څوک چې په خپل ناموس غیرت ونکړی هغه دجهاد چغې ولې وهی؟شرم درته پکار دی بیشرمو، اسلام مو وشرماوه د خپلې ګټې لپاره تري د الي استفاده كوي، لعنت دي وي په تاسو کافرو افسوس. دین او افغان دواړه مو په ټوله نړۍ کې بدنام کړه. لعنت دې وی په تاسو لعنتیانو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *