ارسلا جمال په ۲۰۰۶ کال کې د خوست والي شو. هغه وخت زه د مکتب شاګرد وم. د خوست په یوه محلي راډیو مې ځیني خپرونې هم جوړولې. د نوې دندې مبارکۍ ته د همکارانو سره ورغلی وم. تر ده مخکې مرحوم پټان د خوست والي و. د ډېرو همکارانو علامندۍ له پټان صیب سره وې. دلیل یې داو، چې پټان صیب ازاد خیال سړی بلل کیده او د سپین او تور ډېر فرق یې نه کاوه. هغه وخت د چپیانو او راستیانو خبرې په خوست کې هم ډېرې وې.

د شهید ارسلا په اړه ویل کېدل، چې د حزب اسلامي سړی دی او ښایي د پخوانیو نظامونو له خلکو سره یې ګوزاره ښه نه وي. موږ لا د انتظار په خونه کې ناست یو، د شفیق په نوم یو ځوان، چې له کابله ورسره راغلی و او د سکرتریت کارونه یې سمبالول، را غږل کړل.

والي صیب له خام اسماني یخن سره خړه دیریشي اغوستې وه. دده د پیل خبرې، په خوست کې د بیارغونې په باره کې وې. دده په ګومان په هغه ولایت کې د انکشاف لپاره ډېر لوی ظرفیت موجود و. جمال فکر کاوه، که هغه ظرفیت متحرک کړل شي، ګټه به یې شاوخوا ولایتونو ته هم ورسېږي.  د جمال ډېر ټینګار له ژورنالیستانو سره پر مشترک کار و. ده ویل که له رسنیو سره سم کار وشي او د افغان دولت ټولې برنامې او پرمختګونه ورسره شریک شي، د ذهنیتونو د مغشوشولو لپاره د دښمن هېڅ ډول تبلیغات او افواهات کار نه ورکوي. په همدې لېدنه کې یې یوه ډېره جالبه خبره وکړه. همدې جملې یې زما هغه همکاران ډاډه کړل، چې وارونه یې خطا وو :«زموږ کار دادی چې قوتونه منسجم کړو او استفاده ترې وکړو. د قوتونو په تقسیم کې ګټه نشته.» والي صیب په یو ډول راپوهوله، چې د ګوندي اجنډا پر ځای د افغانستان له اجنډا سره راغلی دی.

وروسته مو لېدنې ډېرې شوې، کارونه هم ډېر شول او کابو هره ورځ مو سره لیدل. زه د خوست محلي تلویزیون ته لاړم. د “د اوونۍ مېلمه” خپرونه کې مې مېلمه کړی و. زما کوښښ دا و، چې د خلکو سوالونه کم واخلم. د مرکې په پای کې مې د مرکې د څرنګوالي په اړه پوښتنه ترې وکړه. ویل یې، چې مرکه یې خوښه شوه، خو لابه یې خوښه شوې وای، که ټول سوالونه مې اخیستي وای. تر مرکې وروسته مې ورته وویل، چې سوالونه مې له دې وانه خېستل چې وېرېدم، خلک به تر انتظار لیرې پوښتنې وکړي. هغه خبره مې یې هیڅ  نه هېرېږي، ویل یې چې خلک له هغه څه سره مخالفت کوي، چې نه پرې پوهېږي. زموږ د برنامو او کارونو په اړه خلکو ته د هر ډول پوښتنو فرصت ورکړئ. دا قیمت زموږ لپاره د ناسم پوهاوي او ذهنیتونو د ورانیدو تر قیمت کم دی.

وروسته مې د دوی په هڅونې او دګران ایوب خاورین په مرسته د امریکا غږ له پښتو برخې سره له سویل ختیځ زون څخه کار پیل کړ. بارک اوباما نوی د امریکې ولمشر شوی و او په افغانستان کې یې ماموریت او د مرستو لګښت ته د بیا کتنې خبره کوله. ما غوښتل د یوه مهم افغان والي په توګه، چې په ولایت کې یې د بیا رغونې له ډېرو پروژو سره یې د امریکې د متحدو ایالتونو کومک کړی نظر واخلم. نظر ورکول یې لازم ونه بلل. شخصي یې راسره د افغانستان او امریکې د اړیکو د راتلونکې په اړه خپلې وړاندوینې شریکې کړې.  ده ویل خارجیان په وطن کې تر پایه برید کوونکی نظامي حضور نه شي لرلای. دا ماموریت به یوه ملایم ماموریت ته بدلېږي. د مرستو په لګښت کې به هم توپیر راځي. د ده په خبره دا وخت دامریکې د مرستو د لګښت له امله افغان دولت او د امریکې ټېکس ورکوونکي دواړه اندېښمن دي. باید دا لګښت په یوه موثر چوکاټ تنظیم شي.  ده فکر کاوه، چې د افغانستان او امریکې دوستي سمدستي له ترهګرۍ د ګډې مبارزې پر بنیاد ولاړه ده. د یوه خوار هېواد په توګه دې ته اړتیا لرو چې د دنیا له لویو قوتونو سره خپلې اړیکې پر طبیعي ستنو ودروو او دا هلته کېږي، چې د ټوکو او ښکنځلو د سیاست پر ځای له معقول سیاست استفاده وکړو. دده ځینې خبرې، چې زه نه غواړم دلته یې ولیکم، ټکي په ټکي رښتیا کېږي. …

په خوست کې د ده ماموریت او له امریکا غږ سره زما کار کابو یو وخت پایته ورسیدل.  یو وخت دی، د ولسمشرۍ د دویم پړاو په ټاکنو کې د کرزي صیب د کمپاین مهم سړی و. په اروپایي کمیسیون کې مو سره ولیدل.  د کمپاینو په اړه خبرې شوې، ټوکې مو هم  وکړې. ده هغه وخت کرزی صیب په افغانستان کې د شرایطو د ساتلو لپاره بیا ولسمشر کیدو ته غوره باله. په انتخاب مو ډېر بحث ونه کړ. انتخابونه ډېر وخت له شخصي علایقو  سرچینه اخلي او په شخصي علایقو کې معمولا ډېر بحث نه کېږي. د ده خصوصیت دا و، چې هم یې مدیریتي سواد درلود او هم یې د مشرتوب وړتیا. دا داواړه کمالونه په کمو انسانانو کې وي. د افغانستان پر مسایلو یې به یې ډېر وخت له ستراتیژیک بعد څخه بحث کاوه.

یو وخت یې د سرحدونو او قبایلو وزارت ته د پارلمان کافي رایې ترلاسه نه کړې. تلیفون مې ور وکړ. غوښتل مې د پارلمان پر دې کار نیوکه وکړم. خومخکې له دې، چې زه څه ووایم، ده راته وویل« زموږ غوندې یوه هېواد کې له ملي بنسټونو تر دې ډېر انتظار نه شي کیدای. د قبایلو وزارت لپاره زما سره پروګرام و. که د باور رایه مې اخیستي وای، دا پروګرام به مې تر خپل نظارت لاندې تطبیق شوی وای…» تاسو کولای یې دلته د یوه کارپوه وزیر د احساساتو او درد اټکل وکړئ.

د ۲۰۱۳ په پیل کې ارسلا دلوګر والي شو. دا وخت زه د سیمه ییزو ارګانونو په مستقله اداره کې وم. نوی مې کار پیل شوی و او ډېر څوک مې نه پېژندل. دده د والي  کیدو خبر ما ولیکه. هغه خبر اوس هم زموږ په وېبپاڼه کې شته. په خوست کې مې دده د کار د سابقې په باره کې ځینې خبرې ورسره زیاتې کړې. د والي کیدو د مبارکۍ لپاره مې ایمېل ورته وکړ.  ما د خپل کار په اړه نه وو ورته ویلي، خو د ایمېل امضا یې لیدلې وه. د ایمېل د ځواب په یوه برخه کې یې لیکلي وو« … اوس خو دې زه مامور شوم تواب خانه…» دا د ده د ایمې طنز برخه وه، چې له ملګرو او همکارانو سره به یې کاوه. د والیانو په ملي کنفرانس کې یې زما د کار په اړه ځینې ذهني طرحې را سره شریکې کړې. د افغان دولت د پیغام د یو کولو او د تبلیغاتي چینلونو د مشخصولو لپاره یې بلا ډېرې مشورې راکړې.

تردې وروسته مې یو وار زموږ په اداره کې بیا ولیده، بېړنۍ ستړې مشې مو وکړه. دی لوګر ته روان و. د ازرې د عملیاتو په اړه یې له دفاع وزارت سره لېدنې لرلې. د وروستۍ لېدنې د خبرو نچوړ یې دا و « د لوګر شرایط باید سم حالت ته بوځو، ازره ښه وضیعت کې نه ده او ددې سیمې همداسې پرېښودل مرکز ته هم تاوان لري. په ازره کې له بده مرغه ډېر لاسونه کار کوي. »

نور مې د سپینې ږیرې او اغېزناکو سترګو هغه سړی ونه لیده. د اختر پر لومړۍ ورځ یې له شهادته خبر شوم. له طلوع تلویزیون لطف الله نجیفي زاده د پېښې د جزیاتو په اړه پوښتنه رانه وکړه. ما به څه ویل؟ د وطن، خاورې او خلکو دښمنانو شهید کړ؟ همدا مې وویل، خو د ارسلا جمال غم تر دې ډېر دروند و چې په کلیمو کې وویل شي.

 ارسلا هغه والي و، چې وطن یې په دې ترینګلو شیبو کې خدمت ته شدیده اړتیا لرله. ده وکړای شول، چې له ټولو دندو د د مشر او مدیر په توګه بریالی وځي او د افغانستان د حکومت په ساختار کې پر خپل اهلیت ټول خلک قانع کړي.  د هغه شهادت په افغان دولت کې د کار پوه او تکنوکرات نسل لپاره تر ټولو لویه غمیزه ده. زه دده کورنۍ، خپلواکو او خواخوږ ته د زړه صبر غواړم.

4 thoughts on “د والي صیب ارسلا څو خاطرې/ تواب غورځنګ”
  1. مونږ ټول سخت ورباندې خواشیني یو څه کولا نشو یوازې اختر مو په ویر ولړل شو. هر څل مې د اختر په ورځو کې د شهید جمال کورنۍ، د هغه بچي، د هغه خپلوان سترګو ته دریدل، مور، پلار او نور خپل او خپلوران څنګه به یې دا هر څه تحمل کړي وي. زمونږ دوعاګانې هم قبلیږي، ځکه تر څو چې ټول ځانونه جوړ نه کړو تر هغو مو هیڅ هم له لاسه نه کیږي.

    مونږ باید د ټولو دښمنانو په وړاندې په هوښیار ډول سره یو شو، اختلافات له مینځه یوسو او کنه یو یو به د دغه ناولي دښمنن قرباني کیږو.

  2. ما چې به د ښاغلي ارسلا جمال کوم انځور وليد، نو له ژورو ليدونکو سترګو او متفکّرانه څيرې به يې متأثره کيدلم، سره له دې چې هغه مې هيڅ نه پيژانده، خو شپږم حس به مې دا ګواهي ورکوله چې دا سړی د کار سړی دی، زموږ د ولس بخت دلته کوټه دی چې له نه سړو مو ملک دی بلو، او چې سړي مو د بلو په ملکي خبر شول، هغه يې هم دم غنيمت وګڼل او د هغو تر وزر لاندې يې د خپلو افکارو او اجندا د تطبيق خوبونه ليدل پيل کړل، او د دوي ستره اشتباه له همدغه ځايه پيل شوه….!

    ښاغلی ارسلا او چندان دغسي نور ارسلاګان ښايي دې حقيقت ته نه وو متوجه شوي چې اوسنی فاسد نظام د پردو د اضطراري ګټو پر محور راڅرخیږي او تر دغې دايرې لاندې د فاسد نظام مفسد عناصر بيا په لوی لاس فساد روزي او خپل حرام رزق او روزي پکې برابروي.
    د فساد په داسې يوه ککړ چاپيريال کې د يوه عبقري، پاک زړي، خبير، آګاه او دانا انسان دا فکر چې هغه به د وطن د ودانولو لپاره خپل فکر او اجنډا تطبيق کړي، له سادګي پرته په بل څه نشي تعبيريدلای…..!

    لوی خدای جل جلاله دې ورباندې و رحميږي. د خدای په کور کې د عبادت پر مهال د اختر په ورځ ووژل شو، خلک بد نه بلکې ښه پکې وايي، زموږ پر وړاندې د هغه د تزکيې لپاره همدا څه بس دي، او د خدای پر وړاندې د ځانونو له تزکيې هم عاجزه يو….!

  3. روح دی ښاد وی. کورنی ته دی خدای صبرجمیل ورکړی. الله پاک دی دده دښمنان او قاتلین نیست او نابود او شرمنده دوجهان کړی.آمین

  4. روح دی ښاد وی. کورنی ته دی خدای صبرجمیل ورکړی. الله پاک دی دده دښمنان او قاتلین نیست او نابود او شرمنده دوجهان کړی.آمین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *