تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ غواړي له افغانستان او سوریې څخه د پوځیانو د ایستلو په اړه تر هر ډول پرېکړې مخکې د کانګریس نظر وپوښتي.

امریکن کانزروېټیف ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ غواړي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو کانګریس غور وکړي.

تېره میاشت د سپینې ماڼۍ سرچینو وویل چې ولسمشر ترمپ غواړي چې له افغانستانه خپل نیمايي پوخیان وباسي خو د دې لپاره چې د کانګریس په ګډون اکثره امریکايي پوځي او ملکي چارواکي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو سره موافق نه دي، ترمپ له خپلې پرېکړې په شا شو.

اوس د سپینې ماڼۍ سرچینې وايي چې ترمپ به وروسته له دې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړي چې کانګریس په دې اړه خپل نظر اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د قطر له غونډې خبرې سرچینې ادعا کوي چې امریکایان او طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش سلا شوي خو پر اوربند لا موافقې ته نه دي رسېدلي.

د امریکا د کانګریس ډېری غړي نه یوازې له افغانستان بلکې له سوریې څخه هم د امریکايي پوځیانو له وتلو سره مخالفت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *