دا خبر بیا بیا تازه کېږي

رویټر خبري اژانس د دیپلوماتیکو سرچینو په قول وايي، دواړه خواوې موافقې ته رسېدلي او د خبرو له پای ته رسېدو وروسته زلمی خلیلزاد کابل ته روان شوی چې ولسمشر محمد اشرف غني ته د خپلو خبرو او موافقو په اړه معلومات ورکړي.

اژانس وايي، تراوسه څرګنده نه ده چې دواړه خواوې به ګډه اعلامیه خپره کړي او که نه. پخوا ویل شوي و چې د خبرو په پای کې به ګډه اعلامیه خپره شي.

دا هم نه ده څرګنده چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو او طالبانو له موافقې سره به د افغانستان حکومت یا د امریکا کانګریس موافقه وکړي او کنه.

طالبان وايي، په مسوده کې دا ماده شامله ده چې د افغانستان له خاورې څخه به القاعده، اسلامي دولت (داعش) او نورې تروریستي ډلې کار نه اخلي.

دغه راز په مسوده کې له افغانستان څخه په ۱۸ میاشتو کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو یادونه شوې ده.

رویټرز ته طالبانو ویلي چې دوی به په افغانستان کې د اوربند په اړه پرېکړه وکړي خو هغه مهال به اوربند اجرا کړي چې د افغانستان له حکومت سره پرې خبرې وکړي.

دغه راز د موافقې په مسوده کې د بندیانو د تبادلې او د نړیوالو بندیزونو له لیست یا تور لیست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د هغوی پر سفر د بندیز د پای ته رسېدو یادونه شوې ده.

رویټرز د طالبانو له قوله وايي چې د اوربند له اعلانېدو وروسته د موقت حکومت د جوړېدو پر سر د خبرو غوښتنه هم شوې ده.

ځینې سرچینې وايي چې طالبانو له امریکایانو سره په خبرو کې ژمنه کړې چې د ځواکونو د ایستلو د مهالوېش له څرګندولو وروسته به د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي. دغه راز ویل کېږي چې ژر به طالبان یو پلاوی افغانستان ته واستوي.

طالبان او امریکایان د یوې موافقې پر مسودې سلا شول

تاند- رویټرز خبري اژانس وايي، طالبانو ورته ویلي چې د قطر په دوحه کې د دوی استازو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي نن /شنبه/ خپلې خبرې د یوې موافقې د مسودې له جوړولو وروسته پای ته ورسولې.

رویټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له شپږ ورځنیو خبرو وروسته نن کابل ته ځي چې د افغانستان له ولسمشر سره د خپلو خبرو او موافقې په اړه سلا مشوره وکړي.

اژانس وايي چې په کابل کې د امریکا سفارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په دې اړه چې د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ په کومو مسلو موافقه شوې یا د دوی د موافقې په مسوده کې کوم مسایل راغلي دي، څه نه دي ویل شوي.

خو ځینې سرچینې وايي چې طالبان اوربند ته حاضر شوي نه دي. دا سرچینې همداراز وايي، امریکا د طالبانو د دې ژمنې په بدل کې چې طالبان به بیا تروریستان په خپله خاوره کې نه پرېږدي، د خپلو ځواکونو له ایستلو سره موافقه کړې ده.

د طالبانو او امریکایانو د موافقې  وروسته له دې پرېکړه وشي چې خلیلزاد په کابل او واشنګټن کې سلامشورې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *