زلمی خلیلزاد

تاند – د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې تر اوسه پورې له طالبانو سره څه موافقه نه ده شوې.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي، «مونږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو او ژر به خبرې بیا پیل کړو. یو شمېر مسایل پاتې دي چې مونږ به کار پرې وکړو،»

نوموړي په خپل دغه ټویټ کې وړاندې لیکلي، «څو چې په هر څه موافقه نه وي شوې په هېڅ شي موافقه نه کیږي او په هر څه کې دا لازمي ده چې بین الافغاني خبرې اترې ترسره شي او هر اړخیز اوربند وشي،»

د متحده ایالاتو دغه ځانګړي استازي په یوه بل ټویټ کې لیکلي، چې په دوحه کې له شپږو ورځو تېرولو څخه وروسته افغانستان ته روان شوی چې له طالبانو او پاکستانیانو سره له خبرو اترو وروسته د افغانستان حکومت سره وګوري او جریان ورسره شریک کړي.

تر دې مخکې، ځینې نه تایید شویو خبرونو کې راغلي وو چې د قطر په خبرو کې په دې بحث شوی چې په افغانستان کې به موقت حکومت جوړول کیږي او نړیوال ځواکونه به په ۱۸ میاشتو کې له افغانستان څخه وځي چې یو شمېر افغانان یې اندېښمن کړي وو.

ډېر افغانان فکر کوي چې د نړۍ والو ځواکونو په وتلیو سره به په افغانستان کې د ۱۳۷۰مو کالونو په څېر کورنۍ جګړې بیا ونښلي.

یو شمېر تحلیلګران وایي، چې د قطر په خبرو کې د طالبانو تر څنګ یو شمېر پاکستاني جنرالانو او سیاستوالو برخه لرله او په حقیقت کې له امریکایي هیئت سره خبرې هم پاکستانیانو کولې او طالبان یوازې د یوې وسیلې په توګه کارول کیږي.

د جمعې په ورځ /د سلواغې ۵مه/ یوه پاکستاني ژورنالست علی محمد مهر الجزیره تلوېزیون ته په یوه ګردي مېز کې وویل، چې پاکستان خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په مقابل کې د ترلاسه کوونکیو ۶ زره میلیونو ډالرو لومړۍ جوپه چې ۱ میلیارد ډالر وو تېره ورځ ترلاسه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *