“ځان ته لوړه هیله وټاکه، کني بل څوک به دې د خپلو هیلو ترلاسه کولو لپاره وګماري” کله چې په کومه ټولنه کې د بې کارۍ کچه لوړه شي او شته حکومت ځوانانو ته په آسانۍ سره دندې نشي پیدا کولای، نو ژوند له سختیو سره مخ کېږي. خو ځوانان وړاندې له دې چې دولتي او یا نورو بنسټونو ته د دندو د ایجادولو او مارکېټ ته د وړاندې کولو انتظار وباسي، ښه خبره به دا وي چې خپل وخت په تمه ضایع نه کړي او په خپله د وظیفې د پیدا کولو په لټه کې شي.
په داسې حالتو کې چې د بې کارۍ کچه پکې لوړه وي او مارکېټونو ته دندې په ډېره کمه اندازه وړاندې کيږي، بې روزګاره ځوانان کولای شي چې د شخصي تجارت د پېل کولو طرحه جوړه کړي او د خپل مالي توان مطابق یو مناسب تجارت پيل کړي. هغه که منفرد تجارت وي او یا مشارکت وي، خو مهمه دا ده چې په کلک عزم په مارکېټ کې د اړتیا اړوند د تجارت او پانګه اچونې د اصولو سره سم پیل وکړي.
په ځوانانو کې د تجارت کولو روحیه پیاوړي کول ټولنه په اقتصادي او سیاسي لحاظ غښتلي کوي. نو ځوانان څنګه کولای شي چې تجارت له صفر څخه تر کامیابۍ پورې ورسوي او غوره تجارت پیشه او تجارتي ستوری شي؟ د نوي تجارت د پیل لپاره پکار ده، چې د لاندې معلوماتو په خپلولو سره ځانونه چمتو کړئ ترڅو د کامیابۍ لارې وموندلی شئ. په لومړي سر کې آړینه ده، چې د بنسټ ایښودونکي( Entrepreneur) په اړه ضروري معلومات ترلاسه کړئ.
بنسټ اېښودونکی (Entrepreneur):
هرڅوک چې د یو شمیر سرچینو په لرلو سره ابتکاري پیل په نویو طریقو باندې په غېریقیني حالتو کې وکړي او خطر په غاړه واخلي؛ بنسټ ایښودونکی(Entrepreneur) بلل کېږي. د اقتصاد پوهانو له نظره بنسټ ایښودونکی (Entrepreneur) هغه څوک دی، چې بیلابیلې سرچینې (انساني، مادي، مالي او نورې) په داسي توګه کاروي، چې له مخې یې موجوده ارزښت بهتر کړي او په نوي ترتیب سره بدلون راولي. د اروا پوهنې له نظره بنسټ ایښودونکی( Entrepreneur) هغه څوک دی، چې نورو ته صلاحیتونه چمتو کوي او لیږدوي. د تجارانو له آنده بنسټ ایښودونکی ( Entrepreneur) هغه څوک دی، چې نورو ته تهیه کوي، د دندو فرصتونه ډيروي او سیالګرانو سره مخامخ کیږي.
د نوي تجارت بنسټ اېښودنې پروسه (Entrepreneurial Process):په لاندې توګه تشریح کیږي:
- د فرصت تشخیصول او ارزول: په دغه پړاو کې بنسټ اېښودونکی (Entrepreneur) فرصتونه مطرح کوي، امکانات ګوري، ضرورتونه او فرصتونه لټوی ترڅو یو غوره پیل وکړي.
- د تجارتي پلان جوړول: په دوهم پړاو کې بنسټ ایښودونکي ( Entrepreneur) تجارتي پلان جوړوي او پراختیا ورکوي ترڅو د فرصت څخه په بشپړ توګه ګټه پورته کړي. خو تر هغې کوم پلان نه طرحه کیږي ترڅو چې کافي سرچینې په لاس ونه لري.
- د اړینو سرچینو تحلیلول: په دې پړاو کې بنسټ ایښودونکي (Entrepreneur) فرصت په کتو سره ضروري سرچینې تحلیلوي او د سرچینو تهیه کوونکي هڅوي ترڅو په دې برخه کې کار او همکاري ورسره وکړي.
- د تجارت مدیریت کول: په دې پړاو کې بنسټ ایښودونکي (Entrepreneur) هڅه کوي چې غوره انساني سرچینې ولټوي ترڅو وکولای شي چې د تجارت د چلولو او ودې ورکولو په موخه اجرأیوي ستونزې څرګندې او د حل مناسبې لارې چارې ورته پيدا کړي. همدارنګه د تجارت غوره تنظیم وکړي او د مدیریت مناسب طرز وکاروي.
جنوري ۲۵ ۲۰۱۹