په انساني ژوند کې سوله د الله تعالی یو لوی نعمت دی. د نړۍ د پیدایښت سره سم پر ملتونو هم جګړې راغلې دي او هم له سولې برخمن سوي دي.
د نړۍ ټول ادیان او په خاص ډول د اسلام مبارک دين د سولې کلک پلوي دی. جګړه همېشه د بې عدالتیو او ظلم په وړاندې رامنځه ته کېږي.
مونږ د نړۍ په تاریخ کې د یوې اوږدې څلویښت کلنې جګړې څخه تېرېږو. زه په تېر سلامت او ملامت هم بحث نه کوم، خو زموږ جګړه بهرني او کورني بعدونه لري. غواړم د سولې پروسې اړوند د خلیلزاد په وروستیو هڅو بحث وکړم. د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د نوموړي د بهرني سیاست هم مننه په کار ده چې د افغانستان د موضوع لپاره یې د جنګي حل پر ځای سیاسي حل لپاره زمینه برابره کړه. تر څنګ یې له هغو هېوادونو هم مننه کوم چې په دې برخه کې یې هڅې کړې دي.
ما مخکې هم وویل چې زه په تېر سلامت او ملامت نه غږېږم، یواځې په ټولې نړۍ باندې دا ږغ کوو چې د بشر دوستۍ له مخې د ټکنالوژۍ په یوویشتمه پيړۍ کې مونږ هم د نړۍ د نورو انسانانو غوندې د ژوند کولو حق لرو. کله چې ښاغلی زلمی خلیلزاد د سولې پروسې لپاره مسوول وټاکل سو، دومره ګړندۍ هڅې یې پیل کړې چې بېلابېل هېوادنو ته یې سفرونه وکړل، له طالبانو سره یې د مخامخ خبرو زمینه برابره کړه.
ښاغلی خلیلزاد چې افغان اصله امریکایي دی، په تېرو کلونو کې یې هم د افغانستان په حق کې خپل مسوولیت ادا کړی دی او اوس خو بیخي ترې مننه پکار ده. هر هغه څوک چې د افغانستان د سولې لپاره کار کوي، که بهرنی وي او که داخلي وي، مونږ ترې مننه کوو.
دا چې د افغانستان سوله تر یو حده ستونزمنه ده، خو په دغې سوله کې د ښاغلي زلمي خلیلزاد رول تر هر چا مهم او اساسي دی، ځکه چې له یوه لوري د امریکا د حکومت استازیتوب کوي او له بل لوري له افغان طالبانو سره د افغان په صفت خبرې کوي چې دا په خپله په سوله کې باور رامنځ ته کوي.
ښاغلي خلیلزاد تر دې وخته پورې د سولې یو ښه مدیریت وکړ. د سولې لپاره یې هم د افغانستان له ګاونډیانو سره او هم یې د نړۍ له هغو هېوادونو سره چې د افغانستان په سوله کې رول لري، ګډې ناستې وکړې. د دې تر څنګ یې د افغانستان د حکومت او سیاسیونو سره هر څه په همغږۍ او ډېره حوصله مخ ته یوړل.
راځئ اوس پر دې بحث وکړو، چې هم باید وسلوال افغان طالبان په دې اعتراف وکړي چې په زور او جګړې باندې پر دې ملت حاکمیت نسئ کولای او هم باید نړیوال دا ومني چې په جګړې باندې د افغانستان جګړه څوک نسي ګټلی او هم د افغانستان حکومت د افغانستان حل ته سوله ايزه لاره ښه وګڼي.
حالاتو ته په کتو د سولې لپاره ښه فرصت دی، د طالبانو له لوري د سولې له پروسې لپاره د ملا برادر ټاکنه یو ښه زیری دی. ملا برادر چې د طالبانو د پخوانۍ رهبرۍ څخه یو مهم کس بلل کېږي، د طالبانو ټولو صففو ته یو منلی شخص دی. دلته که غواړو چې واقعي سولې ته ورسېږو یو څه وضاحت په کار دی.
یو شمېر کسان دا اندېښنه لري چې د ډاکتر نجیب الله د وخت د سولې د تېروتنې په شان په سوله معامله ونسي. خو زما په اند اوس خبره دا ده چې دلته مسوولیتونه ډېر دي، که بیا افغانستان کورنۍ جګړې ته ځي، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه ټول په دغه مسوولیت کې شریک دي. زه فکر نه کوم چې نړیواله ټولنه به زړې تېروتنې د بیا ځل لپاره تکرار کړي.
اصلي خبره دا ده چې دلته هم نړیواله ټولنه، اوسنی حکومت، سیاسیون او هم طالبان مسوولیتونه لري. ډېره واضېح خبره ده، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې نظامي حضور ختمېدل او د طالبانو د جګړې څخه لاس اخیستنه ده، خو د دې تر څنګ افغانستان چې تر څو په خپلو پښو درېږي، نړیوال اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
که دا دوه خبرې یقیني سي، سوله ممکنه ده. دا چې طالبان هم په راتلونکي کې په هېواد کې سیاسي واک ولري او د ولسواکۍ پر اساس سیاست وکړي. دلته بیا د راتلونکي حکومتي جوړښت لپاره یوې موقتې ادارې ته اړتیا سته.
یو شمېر دوستان موقته اداره سمه نه تعریفوي. که رښتیا هم موږ دایمي سوله غواړو، نو باید تر ځینو شیانو تېر سو. موقته اداره په دې مانا نه ده چې کار له صفره شروع کېږي، امنیتي او ټولې ادارې دې په خپل ځای پاتې وي، که په مسوولینو کې تغیر او تبدیل راځي، دا څه بده خبره نه ده. په دې وطن کې چې د مصلحت په خاطر اجرایه ریاست غیر قانوني رامنځ ته کېږي، نو موقته اداره هم څوک ناروا نسي بللئ.
د ملي وحدت په حکومت کې چې پنځه څلویښت زره(۴۵) سر تېري په څلورو کلونو کې په حق رسېږي او تر دې ډېر ولسي خلک په هوایي بمباریو کې قرباني کېږي، دا ډېر لوړ قېمت او بیه لري.
په داسې شرایطو کې ولسمشر او د ملي وحدت حکومت مشرانو چې تر دې وخته د سولې لپاره یې قرباني ورکړې ده او حوصله یې کړې ده، دوی باید نور هم دا تاریخي مسوولیت ادا کړي.
د افغانستان ټولو سیاسیونو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول ګډ مسوولیت دی چې دا اخلاقي مسوولیت سره مرسته وکړي؛ خو یوه خبره بیا هم کوم، که په اصل کې د سولې تر نامه د پردې شاته نورې خبرې وي، حکومت او سیاسیون باید دغه اندېښنې له خپل ملت سره شریکې کړي او نه څوک بیا د واک په خاطر په دې عظیمه پروسه کې ستونزې را ولاړې کړي. په دې پروسه کې چې هر څوک قرباني ورکوي، هغه به په تاریخ کې زموږ د سولې اتلان وي.
په خاص ډول مې ولسمشر او اجرایه رییس ته د دوی د یو خواخوږي په توګه مشوره دا ده چې په دې پروسه کې باید هر ډول قرباني ورکړي، ملت به ضرور د دوی د قربانیو قدر وکړي.
په هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله