زلمی خلیلزاد

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره له اوږدو خبرو وروسته د خپلو خبرو په اړه د افغانستان ولسمشر ته معلومات ورکړل.

د ارګ خبرپاڼه، چې نن /دوشنبه/ یې خپره کړې، د خلیلزاد له قوله وايي چې ده له طاللبانو سره پر اوربند خبرې وکړې خو په دې برخه کې پرمختګ ونه شو.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې طالبانو له خلیلزاد څخه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه لرله خو په دې اړه هم کومه موافقه ونه شوه.

«طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي او زیاته یې کړه: که چېرې د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره په همغږۍ په تفصیلي ډول تر بحث لاندې نیول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې هم خلیلزاد او هم طالبانو په خپلو اعلامیو کې ویلي و چې په خبرو کې یې مهم پرمختګ کړی دی. هیڅ خوا د پرمختګ جزییات افشا کړي نه دي خو ځینو سرچینو ویلي چې د ځواکونو د وتلو او په راتلونکې کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو په اړه نسبي پرمختګ شوی دی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، خلیلزاد وویل«د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.»

خلیلزاد وویل، طالبانو سره په خبرو کې امریکا په ټینګار سره ویلي چې په افغانستان کې دوامدارې سولې ته د رسېدو یوازینۍ حللاره بین افغاني مذاکرات دي.

د سولې په اړه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته وینا وکړه. د ده وینا دلته اورېدای او لیدای شئ:

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *