تاند- یوه جګپوړي امریکايي چارواکي نن /دوشنبه/ وویل، د امریکا متحد ایالتونه له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستلو ته ژمن دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه د قطر په خبرو کې «د پام وړ پرمختګ» وشو، خو د اوربند پر سر نورو خبرو ته اړتیا ده.
د رویټرز پر اساس، دغه امریکايي چارواکي په کابل کې وویل«بې له شکه موږ په افغانستان کې د دایمي اډې د لرلو په لټه کې نه یوو.»
پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي و چې د قطر په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
خلیلزاد: که بین الافغاني خبرې او اوربند ونه منل شي، نور جوړجاړي بې ارزښته دي
له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره له خبرو وروسته وویل چې که له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو او هراړخیز اوربند پر سر موافقه ونه شي، پر نورو مسلو موافقه معنا نه لري.
ده ټینګار وکړ چې د دواړو مسلو په اړه به بیا هم له طالبانو سره خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې دواړه خواوې د فبرورۍ په ۲۵ نېټه په قطر کې خبرې پیل کړي.
خلیلزاد وايي چې د قطر په وروستیو خبرو کې د اوربند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوي خو په هیڅ برخه کې موافقه نه ده شوې. (له ولسمشر غني سره د خلیلزداد خبرو تفصیل)