تاند- ځانګړو افغان ځواکونو په غزني ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له یوه محبس څخه په لسګونه بندیان خوشي کړل.

د کومانډو ځواک قول اردو نن /دوشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات په اب بند ولسوالي کې شوي دي.

د افغانستان کومانډو ځواک په ځلونو د طالبانو له بندیخانو څخه بندیان خوشي کړي او ویل کېږي چې دا ځواک په خپلو عملیاتو کې ډېر بریالی دی.

په اب بند کې د طالبانو له بنده په ۳۸ تنو خوشي شویو کسانو کې څو تنه امنیتي منصبداران هم شامل دي.

د کومانډو قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې۱۰ طالبان وژل شوي او ۹ نیول شوي دي.

طالبانو په اب بند کې د کومانډو ځواک حمله تایید کړې خو ویلي یې دي چې هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې او په شا تمبېدو ته یې اړ ایستلي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ۲۰ کومانډو وژلي دي.

مجاهد د طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “کومانډو ځواک د طالبانو له بنده ۳۸ تنه خوشي کړل”
  1. له یوه لورې د حق ، عدالت ، اسلامیت ، افغانیت او د ګران وطن د ویاړونو مدافعین او سپاهیان دي چې د ظالمانو ، د پردیو له جاسوسانو او د پنجاب له مزدورانو نه یې 38 مظلوم اسیران آزاد کړیدي .
    په مقابل کې زمونږ د عصر تر ټولو کرکجنه او منحوسه څېره چې د وطن پلورونکو ، جاسوسانو او تش په نوم مجاهد ترنامه لاندې د اسلام سوداګر دی چې د هېوادوالو ترمنځ د منافق په نوم مشهور شویدی او د اسلام د مقدس دین د ټولو اصولو خلاف تل دروغ وایی او د هېوادوالو فکرونه مغشوشوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *