تاند- د اروپا د فضايي تحقیقاتو اداره غواړي چې په ۲۰۲۵ م کال په سپوږمۍ کې د اوبو او اکسیجن لپاره کیندنې وکړي.
د سي این این د راپور له مخې، دې ادارې نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د اروپا له هوا فضا کمپنۍ (ArianeGroup) سره یې یو کلن قرارداد لاسلیک کړ چې د سپوږمۍ پر خاوره او دوړو * (Regolith) تحقیقات وکړي.
د (ArianeGroup) کمپنۍ په وینا، د سپوږمۍ له (Regolith) برسېرنې دوړې یا خاورې څخه اوبه او اکسیجن استخراجېدای شي او په دې صورت کې به انسانانو ته په راتلونکو وختونو کې اسانه شي چې پر سپوږمۍ ډېر وخت تېر کړي.
دا کمپنۍ وايي چې د دې څېړنې په نتیجه کې ممکن په سپوږمۍ کې د راکټ د سونګ مواد هم تولید کړل شي او له هغه ځایه بیا ورهاخوا فضا ته د سفر لاره اسانه شي.
*Regolith is the layer of loose soil that covers the moon’s surface, which is rich with iron oxide. And it is possible to extract large amounts of oxygen trapped in the soil’s rocky materials, scientists say.