امرالله صالح

تاند- د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د اساسي قانون، ملي حاکمیت او خپلواکۍ په شمول پر ملي ارزښتونو د سولې په خبرو کې د بحث ځای نشته.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ /جنوري۲۸/ په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکلي«د سولې د خبرو په اړه د لومړی لاس او مستقیمو معلوماتو له مخې تاسو ته ډاډ درکوم چې د مځکنۍ بشپړتیا، د ملي حاکمیت او اساسي قانون په شان د افغانستان ارزښتونه او د هغه په محور کې راڅرخېدونکی بهیر او د افغانستان خپلواکي، هیڅکله د بحث وړ نه ده. ..»

ده همداراز ویلي«لطفاً د دغو ارزښتونو لپاره د سرې کرښې، ممنوعه، ځانګړو او داسې نور تکراري اصطلاحات مه کاروئ. دا ارزښتونه د یوه ملت د شتون اساس دی او هیڅ ملت د خپل شتون او هستوالي بنسټ بحث ته نه ږدي.»

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو له خبرو وروسته یو شمېر فیسبوکیانو راز راز اوازې خپرې کړي دي. ځینو ویلي چې طالبانو د پاکستان لپاره ځینې امتیازونه غوښتي، ځینو نورو بیا ویلي چې امریکا له طالبانو سره پر موقت حکومت او د خپلو ټولو ځواکونو پر ایستلو سلا کړې ده.

خو امرالله صالح بې له دې چې د دا ډول کومې اوازې یادونه وکړي، له خلکو غوښتي چې پر هغو اوازو باور ونه کړي چې فضا خړپړوي او د پیوستون روحیه کمزوروي.

ده همداراز کښلي«وطن یوازینی میراث دی چې هیڅکله پلورل کېدای یا چا ته په سوغات ورکړل کېدای نه شي. پر خپل ځان او پر موږ د دې خاور�� د اصلي خاوندانو په توګه باور ولرئ. زه یقین لرم او تاسو یې هم لرئ. تر څو چې د بابا او هندوکش غرونه شته دا هیواد هم زموږ دی، د هیواد د ودانولو فکر ولرئ.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې پر ځینو مسلو د موافقې چوکاټ جوړ شوی خو پر هیڅ مسلې نهايي موافقه نه ده شوې.

زلمي خلیلزاد په عین حال کې ویلي چې د دوی د خبرو اصلي هدف دا و چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو لار هواره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *