ولسمشر غني ته افغانستان داسې وخت کې ورکړل شو چې د جګړې ميدان تود او نړيوالو ځواکونو سنګرونه پريښودل او د روزنې ماموريت په بهانه يې له تودې جګړې پښې سپکې کړې.

د بهرنيو ځواکونو وتلو سره سم د زرګونو په شمير نړيوالو خيريه موسسو او پانګه والو هم خپلې پښې سپکې کړې او افغانستان پريښودو سره يې ميلياردونه ډالر هم له ځانسره ويوړل.

دا هغه وخت وه چې د ګاونډيو هيوادو ارمان پوره کيدو ته نږدې وه او تر خپل وروستي زوره يې دا کوښښ وکړ چې افغانستان له امنيتي او اقتصادي او توکميز ناورين سره مخ کړي چې ډيره کې دا ارمان يې پوره نشو.

ولسمشر غني د دولت واک ترلاسه کولو سره سم د امريکا لومړۍ ډالۍ سره مخ شو او هغه دوه سرۍ حکومت وه.

يو خوا افغانستان له ستر امنيتي خطر سره مخ وه له بلې خوا بيا د حکومت واک پر سر مافياوو پر ولسمشر غني فشارونه راوړل ترڅو خپل مافيايي کړۍ حکومت کې دننه او طالبانو په څير دوی هم د افغانانو وينې په نورو لارو وڅښي.

کله چې ولسمشر غني به طالب او دايش خلاف جګړې ډګر ته مخه کړه نو داخلي طالبانو(سياسي ګوندونو) به له شا پر هغه ګوزار کاوه او ډيره کې امنيتي پروژو پلي کولو مخ ته خنډ کيدل بله خوا کله چې د افغانستان تاريخي سترې اقتصادي پروژې پر مخ اچول کيدې بيا ګاونډيو هيوادو خپل د خوښې طالبانو او اورپکو او يا داخلي سالمه طالبانو(سياسي ډلو) کارولو سره يې مخالفت کاوه او خنډ به يې جوړوه.

افغانستان پر وړاندې له خپلو وګړو يې نيولې تر امريکا او ګاونډيو هيوادو يو هم رحم ونه کړ او نه افغان سولې ته دوی ژمن ول او نه هم تر اوسه دي.

افغان ولس او ولسمشر به څنګه نه ليونی کيږي چې طالب د ګاونډي دښمن هيواد غوښتنې پر افغان حکومت او خلکو مني او د بې رحمه دښمن استازيتوب کوي.

دوی به د کومې افغانې مور شيدې څښلې وي چې خپل خاورې خرڅولو باندې نه شرميږي او افغان ،مسلمان او ۵ زره کلن تاريخ شرموي.

ولسمشر غني په څنګه نه ليونۍ کيږي چې خپل د کور سړی يې د پردي ټوپک پر اوږو ايښی  او د پردي له ادرسه افغان حکومت له بې رحمه ننګونو سره مخوي.

ولسمشر غني به څنګه نه لونۍ کيږي چې افغان بل افغان وژني، جګړه د افغانانو په وينو سره ده ولې پريکړې يې امريکا، ايران، پاکستان،روسيه او عربي هيوادونه کوي.

بله د بدبختۍ خبر داده چې هر افغان سولې او جګړې کې خپلې ګټې ګوري او د هماغه له مخه افغانستان يې له داسې يو ستر بحران سره مخ کړی.

پدې کې شک نشته چې افغان ځواکونو او عامو خلکو د محمد اشرف غني په دوره کې ډير مالي او ځاني تاوان وليد، ددې اټکل کيده ځکه جګړې ميدان د افغانستان تازه جوړې شوې اردو ته پريښودل شو او افغان ميړانو ځواکونو د نړۍ سترو ترهه ګرو ډلو ښه مقابله وکړه او له هغو ډلو سره مقابله لکه دښمن هيوادو سره مقابله وه چې د سترې قربانۍ په ورکولو سره بيا هم د افغانستان واکمني يې وساتله او ساتي يې.

بله خوا ددې جګړې ګټوونکی افغانستان ځکه دی چې لومړي ځل لپاره يې دښمن هيواد لاسونه وتړل او خپل لاسونه يې نورې نړۍ ته اقتصاد او هم ديپولوماسۍ لپاره پراخ کړل او افغانستان يو کليدي اقتصادي هيواد په توګه وپيژندل شو ولې بله خوا دښمن هيواد منزوي او هم د ترهه ګرو ملاتړي هيواد په توګه نړۍ ته وړاندې شو.

اوس نو دې حالت ته رسيدلي يو چې يوه ډله چې د په نوم قران يې پټکيو کې ايښی وايي په يو شرط سوله کوي ترڅو چې ددوی د بادار خبرې او پلانونه نه وي عملي شوي.

نو دا څنګه امکان لري چې سوله په دومره ستر قيمت رامينځته شي چې دښمن هيواد به خپلې غوښتنې او ناوړه پلانونه پر ۳۲ ميليونو افغانانو ومني.

که سوله نه کوو نو وژني مو که سوله کوو نو خرڅيږو.

ولسمشر محمد اشرف غني به څنګه نه ليونی کيږي……………….

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *