تاند- اینسایټ ستوربېړۍ، چې په وروستیو کې مریخ ته ورسېده، پر دې سیارې زلزله سنجوونکې اله کېښوده.
دا لومړنۍ وسیله ده چې مریخ ته د تحقیقاتو لپاره استول شوې انسایټ لینډر یا ستوربېړۍ یې هلته کاروي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د انسایټ له لوري مځکې ته په راستول شویو نویو عکسونو کې ښکاري چې د روباټیک لاس په وسیله پر مریخ د زلزلې د اندازه کولو اله اېښودل کېږي.
دا وسیله هغه څپې ثبتوي چې د مریخ تر مځکې لاندې شته.
په دې اړه معلومات له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې په مریخ کې د مرمزو زلزلو پر علت او څرنګوالي پوی شي.
د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې په وینا انیسایټ ستوربېړۍ تراوسه پورې بې له کومې تخنیکي ستونزې کار ته دوام ورکوي.
اینسایټ، چې د سږ کال د مې په ۵ نېټه استول شوې وه، د نوومبر د میاشتې په ۲۶ نېټه مریخ ته ورسېده.
اینسایټ به پر مریخ ۲ کاله تېر کړي او خپل تحقیقات به مځکې ته راواستوي.
این سایټ تر مریخ پورې (301,223,981) مایله مزل په ساعت کې په۶۲۰۰ مایله سرعت وکړ. دا ستوربېړۍ دوو سپوږمکیو بدرګه کوله.