د ۲۰۱۸ کال يوه ترخه خاطره  

له يوې غير معمول، ګډې وډې او ستړې کاري ورځې وروسته مازديګر ناوخته کور ته روان شوم؛ ماښام لمونځ مې په کلي کې د تره زامنو په دوکان کې وکړ. هلته کله کله د دې لپاره ځم چې د تره زامن او کليوال ملګري ووينم، ټوکې ورسره وکړم او فکر مې بدل شي. خو په دې ورځ هغسې ونشول، هېڅ څه هم خوند نه راکاوه، هرڅه راته بې خونده و، زړه به مې ورته تنګېده. يو څه شېبه نور هم ايسار شوم، خو زړه مې ونه لګېده‌. د کور په لور روان شوم. د ماښام تروږمۍ خوره شوې وه چې کور ته ننوتم. 


حوېلۍ کې څوک په لوړ آواز غږېده. چې وړاندې لاړم پوښتنه مې وکړه، مور مې وويل پلار دې و، ستا پوښتنه يې کوله چې دی تراوسه هم ندی راغلی، دا وخت وګوره او دې ده راتګ !…


بيا يې ټوکې شروع کړې: په خبرو کولو خو سم نشوې، د کوژدې بند‌وبست درته وکړو چې نور کور ته په وخت راشې. ټولو ماته کتل چې ګنې زه به هم اوس د پخوا په څېر په ټوکو ځواب ورکوم؛ خو نه !


زه بل ډول وم، هېڅ مې د مور خبرو ته توجو نه وه، ذهن مې له سهار راهيسې مغشوش و. غير شعوري آګاهي راته کېده چې کوم آفت را روان دی.. بيا همغه شېبه لکه يو څه چې را باندې وشي؛ کالبُد شوم؛ سپينې سپينې مې کتلې، خبره رانه نه‌کېده، د کورنۍ غړو راته وخندل. خو ماته مجلس خوند رانکړ، پاڅېدم بل اطاق ته چې زه پکې ويده کېږم، لاړم. ‌خپل ځای کې پرېوتم، يوه عجيبه بې‌سببه پریشاني را باندې راغله، هېڅ نه پوهېدم چې څه کېدونکي دي؟


په سوچونو او فکرونو کې ډوب پروت وم؛ د ډوډۍ خوړلو لپاره يې دوه درې وارې غږ راته وکړ، ومې ويل نه يې خورم. وروسته بيا چا وويل چې مسجد ته لمونځ کولو ته لاړ شه، ورته ومې ويل همدلته به يې وکړم. نيم‌ويښ او نيم‌ويده پروت وم؛ اووه بجې، اته او بيا همداسې نيم ويښ وم چې نهه بجې شوې؛ بالاخره خوب ويوړم..


لس ‌بجې او يوولس دقيقې وې چې د ټيليفون زنګ را ويښ کړم.


دا نو زنګ نه و، سړه مرمۍ وه چې په زړه مې ولګېده، ټپي يې کړم؛ داسې ټپ یې راکړ چې هېڅ‌کله به هم ونه رغېږي او درد به يې ټول عمر راسره مل وي.
ټيلفون مې هوکې کړ:
– بلې «اواز مې يو څه بدل و»
– سلام وروره، لکه چې ويده وې؟
-وعليکم سلام. هو وروره ويده وم. ځه خير دی. وايه کنه، څه حال دی؟
-څنګه وختي ويده شوی يې؟ 
-نه‌پوهېږم وروره، نن مې طبيعت داسې جوړ نه و
-باور نه خبر يې!؟

«ټکان مې وخوړ، له ځايه جيګ شوم»

– نه وروره، ولې څه شوي؟
– هغه خو وايي شهيد شوی کنه !
– څه وايې؟ څنګه شهيد شوی، څوک وايي؟ 
– شفيق ننګ فيسبوک کې پوسټ کړی و !
– دا څه وايې، ته سمه پوښتنه وکړه !

اړيکه مې پرې کړه، ساړه مې وشول، رېږد ونيولم، له کوټې ووتلم. له حوېلۍ هم بېرون شوم. فيسبوک چې مې خلاص کړ، د باور مُسک او خندني عکسونه خپاره شوي و، له ځينو سره شهيد لیکل شوي وو، چا ليکلي و چې دا ځواني د مرګ نه وه، ډېرو نورو هم پدې  پېښه افسوس ښودلی و!


لکه خوب چې وينم، هېڅ يقين مې نه راته، ډېرو کيسه داسې ښودلې وه چې باور او ملګرو يې له ماښام وروسته د کابل جلال‌اباد په لويه لار سروبي کې موټر ټکر کړی. همدا شېبه بيا زنګ راغی. هماغه مخکېنی کس «لايق» و.
– بلې وروره 
– وروره ننګ ته مې زنګ وهلی و، دا خو رښتيا دي !
– أ أ، رښتيا..
– هؤ…
نور زه هم ګونګ شوم، د مقابل لوري ستونی هم وچ شو. يوه شېبه دواړه چوپ وو، اړيکه مې پرې کړه.
موبايل مې بند کړ، حوېلۍ ته دننه شوم، ځمکې ځای نه راکوه، د شپې تر دوو بجو پورې حوېلۍ کې داسې کړېدلی يم لکه مار چې چيچلی اوسم. ځمکې هېڅ ځای نه راکوه، له يوه کونج نه به بل ته لاړم، بل نه بل ته او بل نه بل..

يو وخت مې بیا فېسبوک خلاص کړ، د باور له عکسونو پرته بل هېڅ هم په مخ نه راتلل. اضطراب اخیستی وم، د څه ليکلو توان مې نه درلود. دې وخت کې پټان صیب چې د باور د کورنۍ غړی دی مسيج وکړ، ويل باور نه خبر شوې؟ 
نور نو د شک او ترديد څه پاتې نه ول. ورته ومې ويل: رئيس صيب هو خبر يم، زړه مې سوری شو. دا ووايه چې جسد چيرته دی او جنازه به چيرته کېږي؟ ټول حال يې راته وويل… 


د نورو ملګرو مسيجونه هم راتلل، مګر د ځواب شيمه نه وه. اوښکې مې وچې شوې وې، خو ګرېوان مې لوند و.. د بې‌وسۍ او ناتوانۍ عجيب احساس او عجيبو فکرونو اخيستی وم؛ خپل نننی روحي کړاو را په زړه شو، پوه شوم چې خدای د همدې آفت آګاهي را باندې کوله. له باور جان سره مې پخپلې روحي خپلوۍ يقين راغی، پوه شوم چې له‌ ده سره کومه لاشعوري اړيکه هم لرم.


بل طرف مې باور له خندا ډکه خوله مخې ته ولاړ و، اوس چې خبر په يقين هم بدل شوی و، دې ده زورورې اروا نه پرېښودم چی يقين وکړم؛ باور او دومره زر مرګ، هغه هم په ترافيکي پېښه کې !! نه نا، هېڅکله هم نه.


بيا مې اودس وکړ، لمانځه ته ودرېدم… دعا مې وکړه… له لمانځه وروسته پخپل ځای کې پرېوتم. خوب نه راته، که يوه شېبه به مې هم سترګې سره ورغلې، عجيبو لوړو، لوړو ځايونو کې به وم. وبه وېرېدم، راويښ به شوم، بيا به ويده شوم او بيا هم همداسې …


عجب قيامت و چې په هغه شپه راباندې تېر شو، سهار له مانځه وروسته مې پلار ته په ډک زړه حال وويل. په وضعيت مې پوه شو، ويل احتياط کوه. ځه پخير لاړ شې.


بيا تر کابله نه يم پوه شوی چې څه رقم ورسېدم، دومره به پوهېدم چې ژړا به مې غير عادي شوه، نورې سورلۍ به را وکتل، بیا به ��ه پوه شوم او ځان به مې يو څه قابو کړ…


ارزان قيمت ته ورسېدم، د باور دوې د کور په لاره کې کوز شوم. زه په ځمکې نه بلکې ځمکه په ما ګرځېده. د کوڅې سر ته چې ورسېدم، د ماتم اثر مې محسوس کړ. د خلکو ډېره زیاته ګڼه ګوڼه وه، خو ما څوک نه لیدل. د دروازې مخې ته بېخي ډېر زيات بیروبار و، زمونږ ملګري ډېر يې راغلي و او ډېر پر لاره وو. سهراب او سليم مې پيدا کړل، ورسره کېناستم.. نور مې نه زړه ټينګیده او نه سترګې؛ د هغوی خوارانو خپله زړونه سوري و، ماته به يې کاذب ډاډ راکوه چې چوپ شه د خدای رضا ده …


بيا نو جنازه تیاره شوه، هدېرې ته تللو. د انسانانو په چیغو کې د امبولانس غږ تت شو… زه او زاهد کاسټر ته وختلو. د موټر د نیمایي خلکو له سترګو اوښکې بهېدلې. باور نو داسې انسان نه و چې په مړينه دې يې څوک ورته ونه ژاړي. هغه که په ژوند کې يو وار هم چا ليدلی و، بيا ليدل يې ورته په زړه ارمان پاتې شو. 


جنازه تیاره وه، د باور مخ یې وروستي دیدن لپاره را ښکاره کړ. ټول یاران ترې را تاو شول، داسې چیغې شوې تا به ویل د هدیرې ټول مړي له کلونو وروسته بېرته را ژوندي شوي او پخپل سرګذشت د دې بې وفا او بدمخې دنیا خلکو ته فغان کوي. ځوان، کوچنی او سپین ږیری ټول په یوه حال ول..

جنازه وشوه او نور نو هغه څه وشول چې تصور يې په خوب کې هم نه کېده. هغه دنګ، اسمان قامته او واورين بدنه باور يې قبر کې کېښود. د هغه په جسد او زما په روح يې يو امبار خاورې واړولې… 


سلګۍ مې نه ودرېدې، ما او عبد الله غاړې سره ورکړې وې او د بې وفا نړۍ تماشه مو کوله، د باور ډېر نږدې ملګري او خپلوان را وړاندې شول او د تورو خاورو ډېری یې پرې جوړ کړ.

نور نو کابل خوند نه راکوه، زه بېرته د لغمان په لور روان شوم. بلکې کابل مې په اول ځل بدې راغی‌؛ په هغه ورځ مې پکې خپل يو ټولی یاران په سرو سترګو، سپورو شونډو، تکه تکه او پارچه پارچه وليدل‌. مونږ هلته د داسې يوه لوی غم وير کولو ته راټول شوي وو چې د وزن محاسبه يې ناشونې وه. 


مونږ په هغه ورځ يو اُلګو زلمی له خپلو يو پنډ هيلو او ارمانونو سره يوځای تر خاورو لاندې کړ؛ د پاک او سپیڅلي احساس اُلګو، يو ټولنيز او اخلاقي ايډيال، د مينې، خلوص او شرافت نمونه..


د ‌دې ټولو او تردې هم زياتو ښېګڼو څښتن ځوان، باور ځواک مو پخپلو لاسونو د تورو خاورو بنديوان کړ؛ مونږ ټول ملګري ترې تش لاسونه او مات زړونه را ستانه شوو.

محمد باور ځواک مې د پوهنتون دورې ملګری و، موږ دواړو په کنړ پوهنتون کې کمپیوټر ساینس لوستی و. دی او سهراب مې په اول ځل د لغمان په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې لیدلي و، هغه لیدل مو تصادفي شوي وو، سمسور لغمان پسرلنۍ مشاعره را بلل شوې وه، د شپې خوب لپاره زه او دوی یوې خونې ته واستول شوو. هغه وخت زه د پوهنتون په درېیم او دوی په دویم ټولګي کې ول. ترهغې وروسته مو بیا لږ، لږ سره پالل؛ خو کله چې زما وروستی او د دوی درېیم ټولګی شو، نور هم سره نږدې شوو. هلته کنړ کې مو په ټېټا انسټیټوټ کې چې دی بیا وروسته پکې استاد هم شو، یوه صنف کې درس ویلې. د مسافرۍ، لغمانیتوب، ټولګيوالي، همزولتیا او هم ذوقۍ مشترکاتو بېخي د یو بل مینان راڅخه جوړ کړل. هر وخت به سره یو ځای وو، ښه مو ساعت سره تېر و. داسې وخت راغی چې د امتحان په ورځو کې به مو هم تر نیمو نیمو شپو یو بل ته کیسې کولې.. بیا د دوی یو کال پوهنتون پاتې و او مونږ ترې فارغ شوو. که دې بېلتون په ظاهره سره جلا کړو خو په اصل کې یې زمونږ د ملګرتیا تار نورهم پوخ کړ. زمونږ د واقعي ملګرتیا او ورورولۍ اثبات هغمه وخت وشو چې بیلتانه مو ارواوې نورې هم سره نږدې کړې…

زمونږ مینه او ملګرتیا هماغسې کلکه او مظبوته وه، زما له فراغت وروسته بل کال ته دوی هم فارغ شول، دی به ډېر وخت کنړ یا کابل کې چې کورنۍ یې ده، و. په میاشت یا یوه نیمه کې مو یو ځل خامخا سره لیدل. کله به زه کنړ ته تللم او کله به دی ننګرهار یا لغمان ته راته؛ مګر اخري لیدل مو چې وشول، بیا دې ده ترشهادته پورې زیات وخت ووت. یعنې دې ده له وفات نه دوه میاشتې او درویشت ورځې مخکې مو سره لیدلي و؛ وروستۍ ټیلیفوني خبرې مې ورسره له شهادت نه یې پینځه لس ورځې مخکې کړې وې او وروستي مسیجونه مو له مرګ نه یې یوه ورځ مخکې سره  تبادله کړي و. ناځوانه مرګي زمونږ د مینې او ورورولۍ دا ښکلې دنیاګۍ ودانه ونشوی لیدلی او زما خوږ ملګری، زما ورور او زما هر څه یې رانه داسې زر واخیست لکه یو خوب چې مې لیدلی وي او بس.

باور پرلپسې څو سمستره د خپل ټولګي اول نمره و، چې وروسته بیا د کنړ د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ۲۰۱۷ کال عمومي اول نمره فارغ شو. له فراغت وروسته یې هملته په کنړ ولایت کې د کمپیوټر او تخنیکي زده کړو په انسټیوټ کې استادي واخیسته، ددې ترڅنګ یې د کمپیوټرساینس پوهنځي کې هم په افتخاري ډول تدریس کاوه. په اخرو میاشتو کې د کنړ ولایت د ټاکنو په کمیسیون کې دنده اخیستې وه، د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو وروسته یې ددغه ولایت ټاکنیز مواد مرکز کابل ته انتقال کړي و چې بېرته کنړ ته راستنېدو کې یې د کابل جلال اباد لویې لارې په سروبي سیمه کې لدې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه.  د ښادۍ وطن یې کړې، دلته که په ډېرو سختیو او خواریو را لوی شوي زلمي جنګ وانخلي، بیا د دغسې ناځوانه حادثو خوراک شي.

باور ته دې یې قبر خدای د خوښۍ په پالنګ بدل کړي. اوس داسې ساعت نه را باندې راځي چې دی مې دې هېر وي او نه مې داسې دعا لپه کېږي چې دی پکې یاد نکړم. ښکلي او مُسک تصویرونه چې یې مخې ته راشي،

آرام ووایم:

باورجانه !

  اوس دې یادونه افسانې ښکاري !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *