د کورنۍ پېژندنه: کورنۍ له هغه اجتماعي واحد څخه عبارت ده چې د یوه نارینه او ښځینه له واده کولو وروسته رامنځته کېږي او یا هم د هغو وګړو مجموعې ته کورنۍ ویل کېږي چې د یوې ځانګړې موخې لپاره تر یوه چتر لاندې ژوند کوي.
د اسلام له نظره د کورنۍ پېژندنه: د اسلامي قوانینو له مخې په پوره رضایت سره د یوه نر او ښځې ترمنځ نکاح کول کورنی جوړښت را منځته کوي چې د وخت په تېرېدو سره، په کورنۍ کې نوي ماشومان نړۍ ته راځي او کورنۍ پراخوالی مومي.
د کورنۍ دندې:
۱- د نسل تولید او له همدې لارې د نسل پایښت
۲- له ډول ډول ستونزو او خطرونو څخه د نسل ساتنه
۳- د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې ژوند کول او پر اسلامي روحیه د خپلو اولادونو روزنه
کورنی جوړښت: له پخوا زمانو څخه تر اوسه کورني جوړښت د ځان لپاره بېلابېلې بڼې غوره کړې دي. په دې موده کې سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري شرایطو ورباندې پوره اغېز هم کړی دی.
حمیدالله حمیدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *