ثناالله سليم

 په دې وروستيو كې دسولې په اړه دخلکو هيلې زیاتې شوې او شايد دغه هيلې اوارمانونه یې ډېر زر پوره شي،  ځکه خلک نور له دغه بوږنونکي حالته ستړي شوي، له سولې پرته بل څه نه لري چې خپلې هيلې او اميدونه ورپورې وتړي.

افغانان دې پرخيټه وږي وي خوچې پرسوله کې وي.
دا به دافغانانو لپاره ډېره دحيرانتيا وړ حوشحالي وي  چې د پرله پسې بدلونونو او جګړو په پايله كې  جګړه ييزه روحيه له منځه لاړه شي او سوله راشي.
ځکه نورله جنګه ستړي شوې.

موږ چې كله د خپلې ټولنې سياسي پېښې او کرکترونه ګورو نوهره پېښه راته کټ مټ دیو فلم غوندې ښکاري دنورې نړۍ خلک داسې خاکي  دفلمونو لپاره په مصنوعي ډول جوړوي خو بدبختانه زموږ په هېواد کې په حقيقي بڼه شتون لري،دغه ټولنيزې او سياسي پېښې چې په متواتر ډول زموږ په ټولنه کې ترسره کېږي هيڅ دزغملو نه دي.

نو ځکه خلک دسولې دراوستلو هڅه کوي چې دخپل ژوند حالت ښه او د پرمختګ پر لور كړي او په همدې هیله دخپل روښانه راتلونکي لپاره له ستونزو سره مبارزه وکړي.

هغه ټولنيزې او اجتماعي نه زغمونکې پېښې چې په متواتر ډول زموږتولنه او خلک ورسره مواجه دي
د ولسي او ټولنيز ژوند لپاره د پرله پسې تجربو نچوړ او زموږ دتل پاتې تاريخ زرېنې کرښې دي چې نه به هېرې شي او نه هېرېږي.

کله چې زموږ سياستوال او تاريخ پوهان  سياسي او تاريخي  پېښې انځوروي، او دسياسي اوتاریخي  موخو د ترلاسه كولو لپاره دخپلې تجربې څخه ګته پورته کوي،  نو لازمي ده دسولې په فضا کې به يې ترسره کوي که سوله نه وي دغه وړتیاوې نشي ترلاسه کولای.

هېواد ته د سولې په راوستلو او په بشپړډول تامين کې  دهېواد ولسمشر ترهر چا ډېر رول لري خو داچې دپينځه کلنې واکمنۍ او پوره هڅو وروسته هم  دسولې په راوستلو کې پاتې راغی دا دهمدغه کلیدي شخص په لږې- ډېرې وړتيا پورې اړه لري.

که اوس دده دواکمنۍ دپای شېبو کې سوله راشي دابه زموږ دواکمن نوښت نه وي بلکې هغه کسان چې پر دغه لار کې یې ريښتنې مبارزه کړې،له هيچا پټ نه دي، او دغه کسان به بې له شكه په خپل ولس كې محبوبيت پيداکړي.

 ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له خبرو وروسته، په يوه ويډيويي وينا کې وویل:  (د ملي خپلواکۍ، ملي ګټو او ځکمنۍ بشپړتیا په څېر د ځنیو ارزښتونو پر سر هېڅ ډول خبرو ته چمتو نه يم.)
خو معلومه نه ده چې دا دريځ به تر کومه ځایه ثابت وساتي او پخپله ټاکنېزه مبارزه کې به دتېر په څېر دسولې دراوستلو څومره وعدې خلکوته ورکړي.

په هر حال اوس بايد افغانان ددغه لاسته راغلي فرصته سالمه ګټه واخلي او دسولې په راوستلو کې څومره يې چې تروسې پوره وي خپله مبارزه جاري وساتي،  هر ډول سمتي او سیاسي اختلافات پرېږدي او له دې فرصته په استفادي نوره ته ګټه ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *