تاند- په افغانستان کې د امریکا د مرستو څارونکې اداره وايي، د افغانستان د ملاتړ لپاره د امریکا په مشرۍ پروګرام د موټرو د غیرضروري پروزو په رانیولو په ملیونونو ډالره ضایع کوي.
سیګار یا د افغانستان د بیارغونې د څارنې خاص سرمفتش په یوه راپور کې وویل:«سي ایس ټي سي یا د انتقال ګډه امنیتي قومنداني د داسي پرزو فرمایشونه ورکوي چې ورته اړتیا نه وي او یا په ګدام کې پرېمانه موجودې وي.»
د راپور له مخې پلټونکو داسي ګودامونه موندلي چې تر چته پوري د پرزو له بکسونو څخه ډک دي.
د مفتشانو په وینا دې قومندانۍ له ۲۰۱۱ را په دې خوا له ۳۸۴۳ څخه ۵۷۶ ته د پرزو شمېر د کاغذ پرمخ لږ کړی دی خو دا اداره لا هم د زرګونو پرزو د رانیولو لپاره، چې احتمالاً ورته اړتیا نشته، ۱۳۰ ملیون ډالره لګوي.
په راپور کې ویل شوي چې تر ټولو بده لا دا ده چې امریکايي مامورین باور نه لري چې دا پرزې په څه درد هم خوري او که نه خوري.
دوی تاییدوي چې یوازې لس فیصده پرزې د افغانستان ملي اردو ته ورکول کېږي.
د سیګار پلټونکي وايي چې (سي ایس ټي سي) یا د انتقال ګډې امنیتي قومندانۍ داسي اسناد وړاندې نه کړای شول څو ثابته کړي چې ه ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ پوري د موټرو پرزې د افغانستان ملي اردو ته سپارل شوي دي.
سیګار د افغانستان پر دفاع وزارت هم نیوکه کړې، ویلي یې دي چې په دې نپوهېږي چې کومې پرزې یې د ثبت او راجستر په کتاب کې شته، چيرې دي او کومو پرزو ته اړتیا لري.
د سي ایس ټي ایس مامورینو ویلي، تر هغو چې د پرزو بشپړ او جامع لیست چمتو کېږي د ټولو غیرضروري پرزو پلورل به ودروي.