تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د سولې لار له کندو کپرو ډکه وي.
زلمي خلیلزاد نن /پنجشنبه/ په څو تازه ټویټري پیغامونو کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني پر غیرمستقیمو انتقادونو غیر مستقیم غبرګون ښودلی او ویلي یې دي«شکاکو خلکو په بیړه د یوې سترې هڅې د لومړۍ برخې په اړه قضاوت کړی چې ګواکي دا موافقه بشپړه شوې ده. »
ولسمشر محمد اشرف غني پرون /چهارشنبه/ په کابل کې د افغانستان د حکومت پر مشروعیت ټینګار وکړ او خلیلزاد ته په اشاره یې وویل چې د سولې کیلي په افغانستان کې ده او د جنګ هغه په راولپنډۍ، کوټه او اسلام اباد کې.
خلیلزاد لیکلي «فیل په یوه ګوله نه خوړل کېږي او همداسې د ۴۰ کلونو جګړه په یوه غونډه کې نه ختمېږي.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، همداراز ویلي، هغه وخت راغلی چې افغانان خپل زاړه ټپونه پتری کړی.
زلمي خلیلزاد په عین حال کې ویلي چې «ډېر لوبغاړي شته، ډېر موضوعات شته او ډېر خوځښتونه شته.»
خلیلزاد لیکلي، د سولې لار تل هواره نه وي، په افغانستان کې حالات پېچلي دي او ټولې حساسې خبرې په عام محضر کې نه شي کېدای.
د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د قطر د خبرو په اړه، چې د پاکستان سیوری پرې غوړېدلی و، د افغانانو په منځ کې شکونه وروسته له دې زیات شول چې په ځینو راپورونو کې وویل شول چې پاکستان غواړي د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو ترمنځ موقت حکومت جوړ شي، داسې حکومت چې افغان تکنوکراتان پکې نه وي او په اتومات ډول د پښتنو استازیتوب طالبانو ته وسپارل شي.
د دوی په وینا پاکستان د دې لپاره د داسې یوه حکومت غوښتونکی دی چې په افغانستان کې پښتانه ملتپال ځان ته خطر ګڼي.
خو ولسمشر غني د امریکا او پاکستان له وروستیو هڅو سره مخالفت ښيي. غني ویلي چې دوهم ګندمک به ونه مني.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن /پنجشنبه/ وویل چې دا اوازې ردوي او دې هیواد د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د خبرو امکان په ښه نیت برابر کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اسانتیا یې له دې سره سره برابره کړه چې د سیمې ځینو لوبغاړو هڅه وکړه چې د سولې پروسه ناکامه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي:«پاکستان د امریکا او افغانستان په غوښتنه او د خپل ګډ مسوولیت له مخې د خبرو اسانتیا برابروي، که څه هم ځینې لوبغاړي، چې په افغانستان کې د کړکېچ په دوام کې ګټې لري، د سولې د پروسې د تخریبولو هڅه کوي.»
ما دا خلیلزاد هوښیار ګاڼه خو خدای ومنئ چې همدا د قطر په خبرو کې پاکستانیانو داسې وغولاوه چې بله ورځ به تاریخ د ده په کارونو شرمیږي. ته او خدای د شیرمحمد ستانکزي خبرو ته وګورئ چی په څومره سپین سترګۍ د پنجابیانو خبری غبرګوي او د افغانستان د تاسیساتو د ورانولو فکر کوي.
Dr. Khalizad stated that :
… ” And there are still work to be done like intra-Afghan dialog ” …
Intra-Afghan-Dialog is a very broad term and it doesn’t necessarily mean the inclusion of Afghanistan present government which is obviously the reason Pres . Ghani shouting wolf. The intra Afghan dialog term may also refer to Afghanistan political parties, warlords, ethnic chieftains or sleeper-cells Peer Baghdad or British-India Hazrat groups.
Until it is clear and over, its neither clear nor over. Stay tune for yet to come!!!
If relations between Afghanistan and Pakistan do not get to normal, peace will never return to Afghanistan
ښاغلي خلیلزاد پدې خبرو کې د امریکا استازی دی او د خپل دوهم متبوع دولت یعنې د امریکا د متحده ایالاتو منافعو ته وفادار دی .
اما جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني د افغانستان د مظلومو خلکو ولسمشر دی ، د دوي ټول تشویش د یوې مناسبې سولې د راوستلو لپاره دی ، چې پدې موقف کې دی حق پرجانب دی. د افغانستان ټول خلک عادلانه ، آبرومندانه او داسې سوله غواړې چې ټولو مخالفو ډلو د پخلاینې ، د دوي د عزت خونديتوب او تر ټولو مهمه د دوي ژوند دساتلو سبب شي.
داسې سوله چې « لوټه په اوبه کې کېښودل شي او دوي له اوبو تېرشي » ، او سبا مونږ د پردیو په لمسون یو ځل بیا ملي اردو منحل، اساسي قانون لغوه ، د دولت ټول اساسات ویجاړ شي ، خلک د کورنیو جنګونو له امله بیا کډوالۍ ته اړ کړي ، سر له اوسه د منلو وړ نده .
جالبه داده چې له امریکاییانو سره سوله کوي خو له خپل مسلمان ، افغان وطندار سره جګړې ته ادامه ورکوي ، دا منطق د پردیو موقف اعلانول دي.