تاند – د متحده ایالاتو مشرانو جرګې (سنا) په غوڅ اکثریت د ولسمشر ټرمپ له خوا جوړه شوې طرحه چې له افغانستان او سوریې څخه ځواکونه وباسي، رد کړه.
په دې هکله، یوه لایحه چې د کینټکي ایالت سناتور میچ مکنیل لیکلې وه، د ۲۳ په مقابل کې د ۶۸ رایو په اساس ومنل شوه چې راتلونکې به د مشرانو جرګه کې تصویب شي.
نیویارک ټایمز لیکي، چې دا په دوه میاشتو کې دننه دویم ځل دی چې د مشرانو جرګه د ولسمشر ټرمپ د بهرنۍ پالیسۍ د تګلارې پر ضد رایه ورکوي. د ډسمبر په میاشت کې، د سنا مجلس ۵۶ غړو د جمال خاشقجي له وژل کېدلو څخه وروسته د متحده ایالاتو له خوا د یمن په جنګ کې د سعودي عربستان د پوځي ملاتړ پر ضد رایه ورکړه.
ویل کیږي چې د افغانستان د روغې جوړې په برخه کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، په وروستیو ورځو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره په خبرو کې په دې خبره هوکړې ته نژدې شوی وو چې متحده ایالات به له افغانستان څخه ځواکونه وباسي.
د طالبانو یو شمېر مشرانو د متحده ایالاتو له خوا په دې برخه کې انعطاف د نړۍ والو او افغان ځواکونو پر ضد جنګ کې خپله بریا وبلله او ویې ویل چې دې ته اړتیا نشته چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د طالبانو یوه مشر، شیرمحمد عباس ستانکزي، وویل چې هغوی به د افغانستان ملي اردو، پولیس او ملي امنیت منحل کړي چې ډېرو افغانانو د طالبانو دغه نظر د پاکستان د پوځي استخباراتو طرحه وبلله او په کلکه یې رد کړه.
په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د سنا مجلس له افغانستان څخه په نامناسب وخت کې د ځواکونو اېستل د شویو لاسته راوړنه له لاسه ورکول او په سیمه کې د ترهګرو د بیا را منځته کولو لپاره لاره هوارول بللي دي.