تاند- په روغتیايي قانون کې د بدلون لپاره د جمهوري غوښتونکو له پر له پسې غوښتنو او د څو اوونیو له سیاسي رکوده وروسته د استازو جرګې بالاخره د یو لړ اقداماتو په ګټه رایې ورکړې چې د حکومت د پیسو ورکولو ناتواني ورسره پای ته رسېږي.
د روغتیايي خدماتو په قانون کې بدلون رانه وړل شو، خو جمهوري غوښتونکو ویلي چې د امریکا د بودجې په بحثونو کې د دې قانون په اړه بیا خبرې کوي.
د کانګریس غړیو د کابل په وخت د سهار تر اته نیمو بجو پوري وخت درلود چې د امریکا د شپاړس اعشاریه ۷ تریلیون ډالره پور په اړه پرېکړه وکړي او که دا کار یې نه وای کړی د پور د ترلاسه کولو لپاره یې قانوني صلاحیت له لاسه ورکاوه او حکومت په ټپه درېده.
خو تصویب شوی قانون یوه موقتي حللاره ده. د دې پر اساس د حکومت لګښت د جنورۍ تر پنځلسمې پوري او د حکومت له لوري د پور اخیستلو واک د فبرورۍ تر اوومې پوري تمدید کېږي.
د دولتي ادارو د بندېدو په لړ کې د فدرالي حکومت په لسګونو زره مامورینو ته بې معاشه رخصتي ورکړای شوه.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې سند له تصویبه وروسته په یوه لنډه خبري غونډه کې د کانګریس له غړیو د دې موافقې په خاطر مننه وکړه، ویې ویل: هغه وخت راغلی چې د امریکا اعتماد بېرته ترلاسه شي.
«غواړم د دواړو ګوندونو له مشرانو دې مرحلې ته د رسېدو لپاره مننه وکړم. کله چې د دوی موافقه زما مېز ته راورسېږي، فوراً به یې لاسلیک کړم. موږ به دولتي ادارې ژر پرانیزو او د بې باورۍ ورېځې به لېري کړو او د امریکا د خلکو او سوداګرو له اوږو به پېټی ایسته کړو.»
ولسمشر اوباما زیاته کړه، ډېر کار لا په مخکې دی څو د امریکا د خلکو اعتماد، چې په تېرو څو اوونیو کې کمزوری شوی و، بېرته خپل شي.د پیسو د نړیوال صندوق رييس کرستین لاګارد د دې اقدام هرکلی وکړ. ده مخکې خبرداری ورکړی و چې د امریکا دا بد ریکارډ به نړیوال اقتصاد ته زیان واړوي.
ده همداراز ویلي چې نړیوال اقتصاد له یوه بالقوه مصیبته ژغورل شوی دی.