تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ یو فعال ارمان لوڼي، چې د دې غورځنګ د مخکښې فعالې وړانګې لوڼي ورور دی، د پولیسو له لوري په بې رحمۍ وژل شوی دی.
خبریالان او شاهدان وايي، ارمان لوڼي نن /شنبه/ ماښام د بلوچستان ایالت د لورلايي په یوه مظاهره کې ګډون کړی و.
راپورونه وايي چې ارمان لوڼي له مظاهرې وتلی و او پولیسو چې لاره ورته نیولې وه، په وهلو- ټکولو وژلی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو دا برید غیرانساني او وحشیانه بللی دی.
د دې غورڅنګ یوه مشر محسن داوړ، چې د پاکستان د ملي جرګې غړی هم دی، د ارمان لوڼې پر وژل کېدو په غبرګون کې ویلي«د ارمان د وژنې خبر ډېر دردونکی دی، هغه پولیسو ووژلو، دا د ریاستي تر هگرۍ بد ترينه نمونه ده.»
ارمان لوڼي د پښتون ژغورنې غورځڼګ له پیله د دې غورځنګ لپاره هلې ځلې کولې.
ارمان څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې ويلي و چې د پښتنو د حقونو لپاره به د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې کار کوي.
د پاکستان امنیتي ادارو په ځلونو د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان په نخښه کړي، د دوی د مظاهرو او احتجاجونو مخه یې نیولې او غړي یې بندیان کړي دي.
د پښتنو یو والی د مصنوعی پاکستان ورکوالی دی، انشآالله لری به نه وی چه د پاکستان نوم نور د نړی په نقشه کی په ورکیدو دی
شهید ارمان لوڼي دیی خدای وبښی کورنی ته یی تسلیت وایم او ملګرو ته یی خواست کووم چه نور د پنجابستان دسیسی د زغملو نه دی، ټول په ګډه پاڅیږی او دوزخ ته یی ورټیله کړی
انشاء الله د شهید ارمان لوڼي پاکې وینې به زمونږ د سیمې سرطان یا فکیستان د تجزیې او نابودي سبب شي.
فکیستان یا پنجاب د خپل عمر د تکبر او ظلم وروستي وختونو کې داسې وحشیانه اعمال سرته رسوي چې د انسانیت په تاریخ کې کم لیدل شويدي.
متل دی چې وایي : د ظالم عمر لنډوي.