تاند- د روان میلادي کال په لومړۍ (جنوري) میاشت کې نژدې ۱۰۰۰ افغانان وژل شوي او ۸۰۰ نور ژوبل شوي دي.
دا ۱۸۰۰ افغانان په ۱۳۱ حملو کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
په ورتېره دسمبر میاشت کې په ۱۴۰ حملو کې ۱۰۱۲۱ تنه وژل شوي او ۴۷۵ نور ژوبل شوي وو.
د پژواک خبري اژانس پر اساس د دسمبر په پرتله په جنورۍ کې مرګ ژوبلې په سلو کې ۱۴ ډېرې شوي خو حملې په سلو کې ۶ لږې شوي دي.
د دې راپور له مخې، په جنورۍ میاشت کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې ۹۸۶ تنه وژل شوي او ۹۳۹ نور ژوبل شوي دي.
په تېره جنورۍ میاشت کې یوازې په بامیان، دایکنډي، نورستان، پکتیا او پنجشېر ولایتونو کې مرګ ژوبلې نه دي شوي.
د سږ کال د جنورۍ د میاشتې تلفات د تېر کال د ورته میاشتې په پرتله په سلو کې ۱۱ زیاتې دي.
په ۲۰۱۷ م کال په افغانستان کې د جګړو په نتیجه کې نژدې ۲۵ زره تنه وژل شوي یا ټپیان شوي وو خو تېر کال په جګړو کې نژدې ۲۷ زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تېرو دوو کلونو د مرګ ژوبلو شمېرو ته په کتو په متوسط ډول هره میاشت ۲ زره ۱۴۹ تنه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي او په متوسط ډول د ورځې ۷۲ تنه وژل کېږي یا ټپیان کېږي.
تېر کال په افغانستان کې ټولټال ۱۸ بهرني پوځیان وژل شوي خو سږ کال یوازې تېره میاشت ۳ بهرني پوځیان وژل شوي دي.
طالبه تا خپل ناموس پنجابیانو ته پریښودی خپله په قطر کی یرغمل ناست یی څه چی درته د پنجاب بی رحمه کافر وایی ته هماغسی کوی ته په چا حکومت کول غواړی افغان ملت خو تا په ویر کیښنولی کله روس ته مندی وهی کله چین ته کله ایران ته
لعنت دی ستا په دی جهاد شی د الله تعالی د محاکمی به څنګه خلاص شی ملت سره خو مردود یی