پکتيا پرېس کلب ته د رسېدلو مالوماتو له مخې د پکتيا ولايت د ديارلس ولسواليو له ډلې د لس ولسواليو د تېرو شاوخوا لسو کلونو ميليونونه افغانۍ ماليه دولت ته نده تحويل شوې.
په دې ولسواليو کې د څمکني شهر نو او د زرمت تعمير بازارونه هم شامل دي، چې ګڼ مارکېټونه او زرګونه هټۍ پکې په سوداګريز فعاليت او راکړه، ورکړه بوخت دي.
د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په تېر کې په مالياتي برخه کې د فساد زياتوالی د ماليې نه راټولېدو عمده لامل بولي او وايي اوسمهال په ټوله کې هڅه دا ده چې ياده مهمه پروسه رڼه او ماليات له ټولو ځايونو په سم ډول راټول شي.
سهي وويل:((په ځينو سيمو کې شايد بې امني هم د دې لامل ګرځېدلې وي او له دې ټولو نه غټ مشکل د يو شمېر مامورينو فساد او د شخصي ګټو لټول دي، چې په ماليه يې ډېر شديد تاثير غورځولی دی.))
د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي په عايداتي ادارو کې يې د ستونزو او فساد مسله څو، څو ځله له اړوندې او ولايتي ادارې سره شريکه کړې، خو په خبره يې تر اوسه يې د حل په برخه کې هېڅ اقدام ندی شوی.
ځاځي وويل:((موږ د هرې ولسوالۍ او هرې ادارې ستونزه له مربوطه ادارې سره شريکه کړې ده، ليکن عمل مو ندی ليدلی.))
د زرمت پخواني او د ځاځي اريوب ولسوالي اوسني ولسوال کفتان اخلاص وويل؛ چې په زرمت کې د ولسوالي پر مهال يې په بازار کې شاوخوا زر هټۍ او زيات سوداګريز فعاليت و، چې په خبره يې زياته اندازه ماليات ترې تر لاسه کېدلی شي.
اخلاص وايي څو ځله يې ولايت او مستوفيت مقامونو ته د عايداتي مديريت د ايجاد په اړه مکتوبونه هم لېږلي، خو په اړه يې اجرات ندي شوي.
اخلاص وويل:((په زرمت کې ډېر زيات دوکانونه دي، داسې دوکانونه هم شته چې د ورځې تر پنځوس زره افغانۍ سودا کوي، څو واره مې ولايت مقام ته مکتوبونه لېږلي چې هلته د عوايدو مديريت ايجاد او عوايدو راټول شي، څو د دولت مالي بنياد تقويه شي، خو ځواب مو پيدا نکړ.))
د پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد نجيب الله توتاخېل د ماليې وزارت په شفاف ډول د مالياتو په راټولولو، د فساد په مخنيوي او په دې برخه کې له معاصرې ټکنالوژي په کار اخيستو مکلف بولي.
توتاخېل ټينګار کوي، چې د ټولېدونکې ماليې له لارې بايد خلکو ته عامه خدمات وړاندې او خلک ډاډه شي چې په ماليه يې بېرته دوی ته خدمات وړاندې کيږي، نو په خبره يې د ماليې ټولولو په برخه کې به لويه ستونزه حل او عوايد زيات شوي وي.
نوموړی وايي:((د ماليې يا ټکس راټولولو يا اعظمي حد ته د رسولو په برخه کې چې کومه بيروکراسي او يا د تشکيلاتو او ټکنالوژي له پلوه کومې ستونزه موجودې دي، دولت بايد هغه حل کړي، تر څو د مالياتو کچه زياته شي، د دولت عوايد ورباندې شي، د دولت عوايد چې زيات شي، پانګونه ور سره زياتيږي، هغه چې زياته شوه خپله اقتصادي وده رامنځته کيږي او خلکو ته زيات خدمات رسيږي.))
د پکتيا مستوفي عظيم خان احمدزی مني چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې د زرمت، شواک، ګردې څېړۍ، وزې ځدراڼ، ميرزکې، احمدخېل، لجه منګل، څمکني، جاني خېل او ځاځي اريوب ولسواليو ماليه نده ټوله شوې.
احمدزی د مالياتو نه راټولېدو عمده لامل د تشکيل کموالی بولي، چې په خبره يې د ادارې د ډېری کارکوونکو بستونه يې خالي دي او په شته کارکوونکو ولسواليو ته هېڅکله لاسرسی نشي کولی.
احمدزي وويل چې دمګړۍ هم دوی د ګردېز ښار سربېره يوازې د احمدابا، سيدکرم او ډنډپټان ولسواليو له هټيو او سوداګريزو ځايونو ماليه ټولوي، خو په خبره يې که د تشکيل کمی يې پوره شي، نو پاتې ولسوالۍ به هم تر مالياتي پوښـښ لاندې راولي.
نوموړي وويل:((له درې ولسواليو پرته زموږ د زرمت، څمکنيو او نورو ولسواليو عوايد رښتيا هم ندي راټول شوي، موږ د مامورينو مشکل لرو، زموږ مامورين کمبود دي، موږ نشو کولی په اوس وخت کې دا لږ مامورين ولسواليو ته هم وليږو.))
د هټيو، مارکېټونو او نورو سوداګريزو ځايونو ماليه د ځانګړي طرزالعمل له لارې د هغوی عوايدو او لګښتونو ته په کتو ټاکل کيږي.
ياده دې وي چې سږکال په پکتيا کې د روحاني بابا په نوم يوه نوې ولسوالي هم منظوره شوې، خو تر اوسه يې رسمي تشکيل او فعاليت ندی پيل کړی.
حقمل مسعودزی ــ پکتيا