تاند- په ایران کې د پاکستان لومړنۍ سفیرې خپل باورلیک نن /یکشنبه/ د ایران ولسمشر حسن روحاني ته وسپاره.

تر مېرمن رفعت مسعود وړاندې پاکستان کومه ښځه ایران ته د سفیرې په توګه نه وه لېږلې.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې، ولسمشر حسن روحاني له مېرمن رفعت سره د کتنې په مهال وویل چې په تهران کې د پاکستان د سفیرې په توګه د هغې د کار پر پیلولو خوشاله دی.

ده همداراز د ایران او پاکستان مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې خورا ژورې او بې ساري وبللې.

روحانې زیاته کړه«د مېرمن رفعت ښې تجربې به په بېلابېلو برخو کې د دوو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او ښه کېدا سبب شي.»

اغلې رفعت د دیپلوماسۍ اوږده تجربه لري او تر دې وړاندې یې په امریکا، بریتانیا، فرانسه، هند، ناروې او ترکیې کې د پاکستان د جګپوړې دیپلوماتې په توګه کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *