اریانا سعید

تاند- مشهوره سندرغاړې اریانا سعید له سرطان ناروغي سره د مجادلې په هدف د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي د ډېرولو لپاره د ښه نیت سفیره وټاکل شوه.

هنرمندان، سپورتي لوبغاړي او د خیرښېګڼې کارکوونکي د عامه پوهاوي په زیاتولو کې زیاته مرسته کولی شي.

اغلې سعید ته نن /یکشنبه/ د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرطان ناروغۍ په برخه کې د عامه پوهاوي د سفیرې رول د دې ناروغۍ د نړیوالې ورځې په درشل کې ورکړل شو.

سبا /دوشنبه – د فبرورۍ ۴مه/ له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

اریانا سعید ژمنه وکړه چې له سرطان څخه د خلکو د ژغورلو او د دې ناروغۍ په اړه د خلکو د معلوماتو د ډېرولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل چې سرطان ناروغي د نورې نړۍ په شان په افغانستان کې مخ په زیاتېدا ده.

ده وویل تر ټولو عام سرطان د ښځو د سینې سرطان دی.

د ښاغلي فیروز په وینا هر کال په افغانستان کې د ۳۰ زره او ۴۰ زره تنو ترمنځ په سرطان اخته کېږي چې له کبله یې د کال ۱۵ زره تنه مړه کېږي.

د روغتیا نړیواله اداره (WHO) سرطان د انسانانو د مړینې دوهم ستر عامل ګڼي او وايي چې تېر کال (۲۰۱۸) په نړۍ کې ۹ ملیونه او ۶ لکه انسانان په دې ناروغۍ مړه شوي دي.

ښايي د افغانستان په لویو ښارونو کې د هوا خرابوالی، د زړو موټرو لوګي، د تنباکو زیات استعمال د سرطان له زیاتېدو سره لاس کړی وي خو د روغتیا نړیواله اداره وايي چې په نړۍ کې د سرطان په زیاتېدو کې د چاغښت، د مېوې او سبزیو لږ د خوړلو، نه تحرک، سیګرېټ او الکول رول ډېر ویني.

2 thoughts on “اریانا سعید د سرطان په اړه د عامه پوهاوي لپاره د ښه نیت سفیره شوه”
  1. آغلی آریانا سعید ته لا ډیره کامیابی غواړم، داچه اوس د سرطان د پوهاوی د ښه نیت سفیره شوه د افغانانو افتخار دی.
    آریانا سعید هغه هنرمنده ده چه د غازی امان الله خان یا د خپلواکی ورځ یی سږکال په ډیرو شانداره اوازونو سره ونمانځله. اګرچه نوموړی خور په دغه کړنی سره د یو تعداد متعصبه افغانانو لخوا وګواښل شوه، خو آریانا سعید په ډیره زړه ورتیا سره د دغه بی هویته خلکو پروا ونه ساتله او د خپل غازی ورځ یی په شایسته نارو او نغارو سره ونمانځله.

    آریانا سعید ته مبارکی وایم

  2. زه د ټولنی په ډېرو برخو کی د ښځو د ګډون مخالف نه یم او حتی په اجتماعی او اقتصادی او علمی ډګرونو کی د ښځو په شتون ویاړم خو اریانا سعید غوندی میرمنو او اریانا سعید غوندی هنرمندانو د وجود سیوری د افغان ټولنی د ننی جوړښت تر سطحی لوړ او نا مناسب ګڼم.
    داسی ښکاری چي د لیبرالیزم تلواری معماران او بنایان غواړی زموږ د ټولنی د فرهنګ زلاله چینه ددې ډول هنرمندانو په مستهجنو کارونو د وچېدو سره مخامخ کی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *