تاند- د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي، یو شمېر امریکايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي.
ښاغلي ترمپ نن /یکشنبه/ له سي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې له سوریې به ځواکونه وباسي خو په عراق کې به خپله اډه د دې لپاره وساتي چې ایران وڅاري.
ده په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو په اړه وویل چې دا ځواکونه به په افغانستان کې د استخباراتي چارو لپاره پاتې شي.
تر دې وړاندې ځینو لوېدیځو رسنیو افشا کړې وه چې د طالبانو او امریکایانو په خبرو کې طالبانو منلې چې که دوی په قدرت کې شامل کړل شي، د یو شمېر امریکايي پوځیانو له پاتې کېدو سره مخالفت نه کوي.
رویټرز لومړنی خبري اژانس و چې د قطر د دوحې د خبرو په نتیجه کې د امریکا او طالبانو له لوري یو بل ته د امتیاز منلو راپور یې خپور کړ.
ښاغلي ټرمپ له سي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې وویل«موږ هلته (افغانستان) ۱۹ کاله و، موږ ډېر ښه جنګېږو. تر بل هر وخت سخت جنګېږو. فکر کوم… ټول ستومانه شوي دي. باید له دې بې پایه جګړو راووځو او خپل ځواکونه هیواد ته راوغواړو. خو د دې معنا دا نه ده چې موږ هغه ځای له استخباراتي لارو نه څارو. موږ به څارنې ته دوام ورکړو او ډېر په ځیر به یې وڅارو.»
د امریکا له ولسمشر څخه وپوښتل شول چې ایا په افغانستان کې د یو شمېر ځواکونو د پرېښودو پلان لري، ده وویل«هو. زه هلته استخباراتي کارکوونکي ساتم. حقیقي استخباراتي مامورین. که مې ولیدل چې بیا ځالې (تروریستي) جوړېږي اقدام کوم. خو د تېر کال په شان ۵۱ ملیارد ډالره او یا که د لګښتونو اوسط وګورئ داسې ارقام به واورئ چې هیچا هیڅکله نه دي اورېدلي.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د قطر د دفتر مخکیني مشر عباس ستانکزي ادعا کړې چې هیڅ امریکايي یا د ناټو د بل هیواد پوځي به حتي د خپلو سفارتونو د ساتنې لپاره هم په افغانستان کې پاتې نه شي.