د سليم شاه رپوټ د جنوري ۲۶ نيټه
دا وار زموږ غونډه دشاعر او څيړونکي عبدالغفور ليوال په وياړ دلندن په زړه داکسفور ستريت په يوه ودانۍ اويوه نا اشنا ځاى کې جوړه شوه ۔ ګډون کوونکي په پوره شوق او رغبت سره راغلي وو ۔ هر چا دخپلو ويلو له پاره دذهن اوخيال جيبونه ډک کړي وو ۔ کور دې ورته اباد وي چې امين باوري زموږ ډټولوخواخوږي يار ان له بلجيم بروکسل نه له يوې خولې خندا سره راغلي و اوپه غونډه کې يې ګډون وکړ ۔
يوه ګډون وال وويل ۔ دا غونډه هم غنيمت دى ۔ اودليوال صيب برکت دى چې موږ دلته را ټول يو ۔ هغه خپله خبره وغځوله ويل يې :
داجمل يو شعر دى چې وايي : په زمانه يو څو غټان قابض دي +خدايه پر تاباندې مليان قابض دې اوپه اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت باندې پيريان قابض دي ۔ ۔
غونډي دشپي داوه بجو په شاوخوا کې پيل شوه : غونډه دځوان شاعر اوليکوال سيد عبدالله نظامي له خوا پر مخ وړل کيده۔
دهغه دانانس له مخې پروګرام په ٫٫ژوند ښکلي دى٬٬ سندره پيل شو : دسندرې داوريدو په مهال ټول غلي اوچوپ ول. يو دبل دټټر اواز اودنفس ويستلو موزيک نه اورېده ۔ شعر او اهنګ ټول له ځانه سره دافغانستان فضا ته يو وړل ۔ هلته چې داسمان له لمنې دهندوکش غرونه دکابل ګډه وډه ورشو بريښي او پښې ابلي بزګر په کې کرونده کوي، قلبه کوي او په خپلې قلبې پسې دهله ژر شه اواز کوي ۔ خو ژوند ښکلي دى ۔ سنده اوري ۔ خو دا پوښتنه هم د اوريدو ده چې ايا رښتيا ژوند ښکلي دى ؟
وار داکتر مجاور احمد زيار ته ورکړل شو ۔ نوموړي چې زموږ داکاديميک نسل له سر لارو نه دى خپلې خبرې داسې پیل کړې:
ليوال هغه څوک دى چې په متود اوڅيړنه کې په معاصر رمز وراز پوه دى ۔ده وکړاى شول چې داساطيرو په بستر نوى واقعيتونه زموږ مخې ته کيږدي ۔
له داکتر زيار نه وروسته اکبر کرګر خبرې وکړي.
کرګر په هيواد کې دټولنيزو پوهنو دڅيړنو متودته په اشارې وویل چې زموږ په هيواد کې څيړنې له دوديزو متودونو له مخې پيل شوي دي خو کله چې نوى اوپه نوره نړې کې دزده کړو لرونکي پوهان هيواد ته راغلل د څیړنو د نوو میتودونو کارونه پیل شوه چې په هغو کې د مرحوم حبيب االله تږي، مرحوم محمد صديق روهي ، خداى بخښلي بهاوالدين مجروح ۔ مرحوم داکتر حسن کاکړ، او ښاغلي داکتر زيار نومونه اخيستي شو. زه په مشخصه توګه د زياراستاذ وروستى اثر ((پښتانه دژبپوهني په رڼا کې)) يادوم ۔ د دوى دددې اثر له برکته په پښتو څيړنو کې نوى ساه وغوړيده ۔
خوکله چې موږ په دې لړ کې د ځوان کول څيړنې ګورو تر زياته حده په هماغه دوديز جال کې بند پاتي دي. دوي پښتو ادبيات اوس هم مجرد څيړي ۔ نظم دنظم په چوکاټ اوشعر اوکيسه د دشعر اوکيسې په چوکاټ کې ګوري. دنورې دونيا دمعاصرو علومولکه ټولنپوهنه اواروا پوهنه اوفلسفه ددوې په اثار وکې هيڅ نه ښکاري. له نيکه مرغه ما دځوان او دطلايي استعداد خاوند عبدالغفور ليوال ټول څيړنيز کارونه په غور لوستي دي ۔ دده په اثارو کې دمدرنو اوميتوديکو څيړنو ښه اوپه زړه پورې اغيزه شته ۔ ليوال که په شعر خبري کوي دانسان تحت الشعور او نا خبري شعور له ياده نه باسي ۔ اسطوري او تاريخ ته پام ساتي ۔ لرغوني فرهنګ او په هغه کې دفرديت مساله په پام کې نيسي . دا کار اودا لړۍ دهغه په ټولو اثارو کې تر سترګو کېږي ۔ همدا علت دى چې دهغه اثارو ته يې يو معياري او نړيوال خصلت ورکړې دى.
که مشخص وګړيږو، د هغه اروايي ښامار اثر چې دفرويد دارواپوهني او د کارل ګوستاويونګ دارواپوهنې په رڼا کې يې څيړلي خوندوره او په زړه پورې څيړنه ده. د چا خبره دسړې زړه پرې اوبه څښې چې تر پاېه يې ولولي ۔
همدا راز دهغه بل اثر داسطورو څيړنه په ادبياتو کې تر اوسه په پښتو ادبياتو کې يو يواځينى اثر دى ۔ هغه دلومړي ځل له پاره په ميتوديک ډول اسطوره په پښتو فلکلوريک ادب اوهم دمعاصرو اسطورو مثالونه ر اپيژني ۔ دا کار درويش دراني صيب هم کړې دې خو که مبالغه ونه کړم ۔ دليوال کار ځانګړې خوند په دې کې لري چې زوايد په کې نشته بلکې مشخص په ادبياتو کې په اسطوره او د اسطورو په ارزښت ګړېدلي دي ۔ کار يې ميتوديک خصلت لري .يوې اوبلي خواته نه ځي بلکې مشخص موضوعاتي خط تعقيبوي .
را ځو د ليوال بل شاهکار ته اوهغه پنځه منظومي دي ۔ چې قدرمناولسمشر داکتر اشرف غني دهغو اهميت ته پام کړى دې او دا اثر يي دپښتو ادب په تاريخ کې دعطف ټکي بللي او د چاپ لارښوونه يې کړي ۔ موږ په ادبياتو کې ښه يو خروار نظمونه اوپه خروارو شعرونه اوداستانونه لرو خو دابيا داصيلو لنډيو ځاى نه شي ډکولي ، اوبل دا منظومې دې چې ديوه ولس دروح اوروان دکروندې حيثيت لري ۔ نو که موږ خپل اولس پيژندل غواړو. په تاريخ اوفرهنګ بر سيره ددې اولس اساطيرو ته هم بايد مخ واړوو۔ او هغه را وسپړو ۔ چې دا کار ليوال په ډير ښه شان کړى دى ۔
زه په خپل وار ليوال ته ددې سترو کارونو مبارکي وايم ، زه په وړيا اوارزانه توګه ده ته دطلايي استعداد خاوند نه وايم دده دټولو خبرو سره موافق يم خو له يوې سره په شخړه کې يم اوهغه داچې : ايا ژوند ښکلى دى ؟ اودا زما ذهني پوښتنه ده .
له اکبر کرګر نه وروسته وار افضل ټکور شاعر ته ورکړل شو :
دښاغلى ليوال داوساش اوارشاک منظومه. ارواښاد استاد رشاد وايى ( لیوال يورمزنګارشاعردى) رمزنکارى يا سيمبوليزم يو ځانګړى اسلوب او يوه ځانګړتيا ده. او ښاغلى ليوال صاحب دغه ځانګړتيا لرى. دهغه پنځه منظومى ټولي ډيرى ښکلى او په زړه پورى خوزه دلته يوازى دهغه په يوه منظومه چى اوساش او ارشاک نوميږى څو لنډې خبرى کوم چى په مرکزى افغانستان کاپيسا او باګرام کى تيره شوى ده. په دغه منظومه کى اوساش دحسن مينى، وفا اوانسانيت سمبول او ارشاک دميړانى سرښندنى او وطنپرستى سمبول. زما په اند ډیرشیان دغه منظومه کى د ډيرى ستاينى او يادونى وړ دى:
اوساش او ارشاک دواړه ديوى جغرافي خو دمختلفو سيمو اوسيدونکى دى.. لکه ددغى منظومى ژبه ښايسته او زه پښتون يم دا پوره شوه په دنيا کى يا جمال دى يا جلال په دى منظومى کى هم جمال شته او هم جلال ميړانه او قربانى. دا منظومه له دوه پلوه ښکلى او زړه وړونکى ده چى هم عشقى ده اوهم رزمى. زه ښاغلى ليوال صاحب ددغو منظوم دليکلو او خپرولو مبارکى وايم او په دى هيله چى په راتلونکى کى دغه ډول منظومى دشعراو ادب مينه والوته وړاندى کړى.
سپين تڼي هم په خپل وار سره دليوال دعدم تشدد په نظرياتو وګړيد اوهمدارنګه ديوې منظومې يوه برخه يې ديکليمه کړه.
نظيف تکل هم لنډې اوکوټلي بامانا خبر وکړې اودليوال په شاعرى باندې تم شو .
خوښ يم چې د ليوال صيب د نننۍ درنې ستاينغونډې د خبرو يو ګډون وال يم او په اصطلاح د يوسف په خريدارانو کې حساب يم. له نيکه مرغه چې د ليوال صيب شاعري مې لوستې ده او هر ځل مې نوي څه ترې اخيستې دي. ليوال په خپلو ډيرو شعرونو کې د يو فرد په توګه څرګنديږي او د ټولنې بشپړ تصوير دې په مخ کې ږدي. د بر کلي صاحبزاده يم يو مې اس يوه شړۍ دا شعر د کليوال ژوندانه مکمل تصوير دی په يو پښتني کلي کې چې څه شته هغه ټول په دې شعر کې پيدا کيږي. دا د ليوال صيب د شاعرۍ لوي کمال دی چې هم ښاري لوستونکی او هم کليوال لوستونکی دواړه په کې په اسانه ځان مندلی شي. د ليوال صيب په شاعرۍ کې وطنپالنه افغان نشنلیزم او په ټوله کې شعري ادبيت په لوړه کچه شته. ما يې د سلطان له منظومې پر ته نورې ټولې منظومې هم لوستې دي او خوند مې ترې اخيستی دی، زه ورته د نوې چاپ شوې منظومې (سلطان) د چاپ مبارکي وايم او په چارو کې بری.
له تکل وروسته عبدالوکيل سوله مل هم په خپل وار سره دليوال په اثارو رڼا واچوله وې ويل :
هغه لیوال دیو نوښتګر لیکوال او،شاعر او څیړونکي تر څنګ یو ښه مدیر ،ټولتنیز فعال ،سیاست پوه ونوماوه . هغه د شاعر د ورستیو منظومو ټولګه یو نوښت او د تاریخ ، اساطیرو ،فلسفې ،روانپوهنې او عرفان ګډوله وګڼله او هغه یی په آزاد شعر کې د معاصر داستان یوه کا میابه نمونه یاده کړه . سوله مل وویل : که لیوال ډیر تمرکز په هستونه او ایجاد وکړي . کیدای شی اثار ېې د پښتو شعر او کیسې سیمه ایز او نړیوال لوستونکی ومومي.
له بلجيم څخه راغلي اوزموږ دبنډارونو خوږ ملګري امين باوري صيب وويل ؛ په ليوال صيب کې رياليزم ، انسان پالنه اوملت پالنه سره ګډ شوي دي ۔ دهغه يو اثر کک اوزرينه مې چې کله پيل کړه دومره خوږ اثر وو چې مجال مې ونه موند چې کښي ايږدم بلکې تر پايه مې ولوست۔ دهغه په ياد اثر کې کاکه ګي ، ځوانمردي ، انسانيت اوزړورتوب موازي اوغبرګ پر مخ ځي .
په پاې کې ليوال صيب ته وار ورکړل شو چې په خپلو خبرو غونډې ته دپاې ټکې کيږدي .
ليوال وويل : ماته ستاسو لوريينه اوپيروزوېنه په زړه پورې اوله تصوره پورته ده ۔ لومړې خو له تاسو ټولو نه زياته مننه کوم چې دوطن ديو خدمتګار په توګه مو ماته دومره قدر اواعزاز را کړ .
هغه په ژوند ښکلي دى ډېره ښه رڼا واچوله . دهغه رڼا دافغان له کړاوه ډک ژوند په متن کې وه ۔ مهمه مساله دا ده چې انسان مهم دى ۔ دعلم اوفرهنګ تاريخ را زده کوي چې له يونان څخه تر وراخوا په لرغوني هند کې علوموکلي او ترکيبې ډول درلود ۔ خو په يونان کې دا ترکيب په جزيياتو بدل شو يعني علوم هر يو جلا جلا شو اوتخصصي بڼه يې خپله کړه ۔ پوهني هره يو ه جلا جلا مسير تعقيب کړ خو په وروستيو پيړيو کې په بريطانيه کې دا کامبينيشن يو وار بيا را جوړ شو ۔ موږ دعلومو له دغه بيلتون او پيوستون څخه نه يو خبر په ادبياتو کې هم دا ناخبري تر موږه را غځيدلې ده . بايد ووايو چې ادبيات هم له ډېرو شيانو سره شريک دي ۔ اسطوره ،فلوکلور ژبپوهنه ، وګړ پونه ادبياتو ته نوى روح ورکوي ۔ زما په نظر هغه ادبي اثر چې دانسان له رواني ځانګړنو په رڼا کې ونه څيړل شي ۔ هغه اثر نه دى. دامثال په توګه دښځو په شخصيت کې دارواپوهني له مخي چې له يوې خوا ښځي خپله ښکلا پټوي له بلي خوا ورته جلوه ورکوي اوښکاره کوي اودا کار يوازې د ارواپوهنيې په ړنا کې کيداى شي. نو ادبيات بايد دنوى نسل په زيار نوې مسير پرانيزي .
موږ څه غوارو دا پوښتنه اړينه ده . د نړى تاريخ دا ښۍ چې هنر اوادبيات اوټول ارزښتونه په ټولنيز چال چلند اغيز کوي ادبيات بايد دملت روح بدل کړي. حماسه داده چې دانسان روح کې بدلون راولي . دا مسير چې دانسان دوژنو خصلت بايد بدل کري په سياست نه کيږي. بلکې دهنر په وسيله کيږي .
ليوال ناستو ملګرو ته وويل : هغه امکانات چې تاسې لرې موږ يې نه لرو زه په لويديځ کې دژوند په بارونو اوسختيو ښه خبر يم دلته ځوړندې ډوډئ نشته ۔ خو موږ په خپل هيواد کې په فکرې قهقرا کې ژوند کوو۔ په عصر حجر کې يو ۔ دا فکر بايد تاسې را نوى کړئ۔
همدارنګه په پاى کې داکتر وارث وزيرې دټولوليکوالو او شاعرانو نه مننه وکړه اوددوې له ګډون څخه يې قدرداني وکړه ۔
غونډه دډوډى خوړلو وروسته پاى ته ورسيده ۔