تاند- سلګونو افغانانو نن /دوشنبه/ په کابل کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د تکړه غړي ارمان لوڼي د جنازې غایبانه لمونځ وکړ.
تر لمانځه مخکې په یوه لاریون کې سلګونو تنو راټول شویو خلکو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل.
ارمان لوڼی د شنبې په ورځ د پاکستان پولیسو په لورلايي کې وواژه.
د لاریون برخوالو، چې شمېر یې د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ تنو ترمنځ اټکلېده، وویل چې د پاکستان پنجابي واکمنان له کلونو راهیسې پښتانه ځپي، وژني او ظالمانه چلند ورسره کوي.
دوی د پښتنو د قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل چې بالاخره به دا سرشیندنې رنګ راوړي.
د ملي تحریک مشر اسماعیل یون وویل چې د ارمان لوڼي ارمان به پوره کیږي او په افغانستان کې میشت ټول پښتانه د کوزې پښتونخوا د ولسونو د ټولو بشري حقونو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هرډول قربانیو ته چمتو دي.
پرون /یکشنبه/ په ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې هم سلګونو ځوانانو د ارمان لوڼي د جنازې غایبانه لمونځ ادا کړ.