وايي په چا كور ورانيږي خو پر ځينو كلي، دا خبرې مې په ماشومتوب كې اوريدلې وې خوپه ارزښت يې نه پوهيدم، خو دا دى اوس چې د وژنوپه دوركې را لوى شوم، دا ډول پېښې مې ډېرې وليدې، په هره سيمه كې هغه څوك په يوه نه يوه ډول وژل كيږي چې، د سرسړي حسابيږي، ياهم داسې پلانونه جوړولى شي چې كه عملي شي د ټولنې ياهم د يوې برخې خلكوپه ژوندكې مثبت بدلون راوستلى شي، د لوى اختر ورځې رالنډې وې، چې د خوست په جلاجلاسيموكې په مرموز ډول ځيني كسان ووژل شول، ان چې د اختر په شپه هم يوځوان د هغه ماين خوراك شو چې په موټر كې ورته ايښودل شوى وو، د هغوى كورنۍ د اخترد خوشاليوپرځاى د وير په ټغر كيناول شوې، خو تر ټولو بده يې دا وه چې په عيدګاه كې له اختر لمانځه كورونو ته روان وو چې، په لوګر كې د ارسلاجمال د وژنې خبر مو تر غوږونو شو، هسې هم په پښتنوكې د انسان او شخصيت قدر له مرګ وروسته پيداكيږي خو د ارسلاجمال په مرګ په ريښتوني ډول خلك ډېر خفه شول، له هرچاسره دا سوال دى چې دا به چا وژلى وي؟؟؟
ځكه نوموړي خو سهار د اخترلمانځه وړاندې غسل او اودس كړي او يواځې د الله د رضا كولو لپاره جومات ته تللى وو،
خلك وايي چې ايا دى به په دې نوم وژل شوى چې ګويا كافر وو، نه ارسلاجمال ښه مسلمان، دين داره، په هيواد او لس مين شخصيت وو، ځكه يې د مرګ په اړه هم هرڅوك پوښتنه كوي.
خبره دا ده چې ارسلاجمال څلور پنځه كاله وړاندې د خوست والي وو، خو اوس يې هم د خلكو په زړونو كې ځاى درلود، دا معلوما ت ځكه موږ ته وشول، چې د اختر په ورځوكې ياران دوستان د يوبل كورنو ته ځي او اخترمباركۍ كوي، موږ هم د اختر په ورځوكې ډېرو كورونو ته ورغلو، خو قسم چې هر كور ته ورغلي وو د كور سړي خو څه چې ښځينه وو هم د ارسلاجمال په مرګ افسوس ښكاره كولو، هرې كورنۍ ويل چې موږ يواځې د هغه له كړو خدمتونو خبر شوي يو خو پيژندګلوي مو ورسره نه وه، خو افسوس په دې چې په ممبر ووژل شو، ډېرې داسې ميرمينې مو هم وليدې چې زموږ په ورتلو يې ژاړوې بندې كړې، او كه هغه ساعت موږ د هغوى كور ته نه وى ورغلي خداى چې ترڅه وخته به يې ژړل؟
موږ ته چې څوك راتلل، هغوى هم د ارسلاجمال د تېرو كړونو يادونه كوله او په مرګ يې ژور افسوس ښكاره كولو.
د ارسلاجمال مرګ په خوست كې په هره كورنۍ د اختر ورځ په خفګان بدله كړې وه، هرڅوك چې له يوبل سره مخامخ كيدل، دا خبره به يې سره شريكوله او بيايې پرې سخت خفه ښكاره كولو.
خبره دا ده چې په پر ځينو خلكو كلي ورانيږي، د ارسلاجمال په مرګ خو ټول خوست داسې ښكاري له ړنګ شوى چې وي، دا ځكه چې ده د خوستيانو لپاره كار كړى وو، داسې ډېرخلك او بياهم د لوړو منصبونو خلك مړه شوي خو دا چې د خوست خلكو پرې ډېر زړونه خفه وو، لامل يې دا وو چې كړي كارونه يې ګټور او خلك ترې خوښ وو، كنه اوس خو خوستيان ورته كومه تمه تواقع هم نه لري. نور پدې خبرې نه كوم چې هغه د خوست لپاره څه كړي دي، خو ډير خلك داسې فكر هم كوي چې د ده په كچه به په لويه پكتيااو ان په ګاونډيو ولايتونوكې بل څوك داسې استعداد ونه لري، ځكه هغه لوړې زده كړې په اقتصاد كې كړې وې، اوسمهال افغانستان هم تر ټولو ډېر د اقتصاد په برخه كې ستونزې لري چې څه ډول له دې پلوه په پښو ودريږي، ارسلاجمال داسې پلانونه جوړل چې په عملي كيدو او دوام وركولوسره يې ولس په خپلو پښو د دريدلو توان پيداكولو، ځكه خو هر وخت او هر ځل او په هرځاى كې ټارګېټ (هدف ) وو.
په چابه كور كلى ړنګيږي …………په چاړنګيږي ليرې ليرې وطنونه.