افغانان د خوښیو ورځو په راتلو سره همیشه دا دوعا کوي چې دا ورځ دې الله راته بختوره کړي او خدای ده وکړي چې دا ورځ په هېواد کې د تل پاتې سولې زیری د ځان سره ولري.

دا څو ورځې پرلپسې په ټولنیزو انټرنیټې پاڼو باندې همدا دوعا د خلکو له خولو څخه راوتلي او د ګوتو په مرسته یې په خپل فیس بک او نورو پاڼو کې لیکلي وه چې خدایه نېک مرغه لوی اختر په هېواد کې د سولې باعث وګرځوې او
نور د خدای په هېواد کې د ورور وژنې روانه لړۍ ختمه کړي، خو دا ځل هم لوی اختر د ځان سره د خوښۍ او سولې پر ځای د ویر زیری درلود او له هېواد څخه یې یو بل روڼ اندی واخیست.

څومره اسانه ده چې جمال ومړ او د ارسلا د کورنی اختر بې جماله شو، دا خبرد ټولو رسنیو د سر خبر وو خو دا به یواځې یو ورځ الي دوه دوام وکړي بس جمال لکه څنګه چې پرېوت همداسې به د خلکو له خولو او د رسنیو له خبرونو
پرېوځي خو هغه د ارسلا په جمال میین بچیان به څه کوي؟
هغه د جمال میرمن خو یې همیشه بې جماله کړه هغې ته به څوک جمال ورکړي؟ نه هیڅوک نه! د پښتو ژبې یوه ډېره پرځای لنډۍ ده ځکه وايي د مشرانو خبرې د کاڼې کرښې وي وايي چې
په مرګ دی نه مري جانان ګران دی———————-بیمار دی پروت وي
چې پوښتنې ته ورځمه.

ځکه کچېرې انسان بیمار وي د خپلو بچیانو خو یې دومره توقع شته وي چې بابا یې شته او که خدای کول یوه ورځ به جوړ شي خو که مړ شو بس بیا یې ځای د ابد لپاره خالي شو لکه د جمال.

د افغانانو همیشه همدا حال دی نن په لوګر کې جمال ورک شو او اختر بې جماله شو پرون په ننګرهار کې صبا به د هېواد په بله سیمه کې جمال وژل کیږي او کورنۍ به یې بې سرپرسته پاتې کیږي.
زه نه جمال پېژنم او نه مې ورسره له نږدې ګذاره او راشه درشه وه، بس یواځې مې د خوست او لوګر والي په صفت پیژاندو،خو د یو افغان او پښتون په صفت مې ورباندې خوا ډېره په دې بده وه چې یو خو د اختر ورځ وه او بل د سر
سړی وو.
یوه بله د پښتو لنډۍ رایاده شوه وايي چې:
په چا به کور کلی ړنګیږي ————-په چا ړنګیږي لرې لرې وطنونه.
نو په جمال باندې نه یواځې د جمال کورنۍ، او لوګر ولایت ړنګ شو بلکه ورسره پښتنو ټوله سیمه ړنګه شوه.
درنو لوستونکو! زه په دې پوهیږم چې زما خوار غږ به څوک واوري او یابه پرې سر وګروي خو بیا هم د زړه له درده تاسو ټولو درنو وروڼو ته هغه وروڼو ته چې همدا شیبه یې وسله پر اوږه ده او د یوې خوا په مخلفت کې واقع دی او د
یو کس په وژلو پسې راوتلی ده خواست غوښتنه هیله کوم چې د خدای په روی، د لوی او نېک مرغه اختر دمبارکو ورځو د درنښت په خاطر نور دا بد مرغه وسله له اوږې کوزه کړی او د خپلو ماشومانو تر څنګ ژوند وکړی هغوی ته مینه
ورکړی ځکه هر ماشوم هره کورنۍ د پلار مینې ته ضرورت لري لکه څنګه چې ګل اوبو ته ضرورت لري.

One thought on “بې جماله اختر/ ابدالي خان”
  1. ابدالی جانه ستاترتیب سوی مضمون ډیردردونکی دی زکه دکورهرمشردخپلوبچومیرمن خویندوورونودپاره{جمال}دی الله دی پرټولومسلمانانورحم وه کړی داداخترشپی پرډیروکنډواویتیمانوبی جماله دی که فه ګونتناموکی ناست دی هم افغان دی که په اردوکی مری هم افغان دی که په توروغروکی طالب شهیدکیژی هم افغان دی داټول دغسی کورنی لری الله دی موپرحقه لاربرابركی تیرکال په اختره کی ډیرومسلمانانو داخترپه ورزپه پولچرخی کی خپل جمالان په دارولیدل نن یی په جمات کی ډیردافسوس حال دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *