تاند- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې د خبرو کنټرول په لاس کې ولري او د سیمې هیوادونه یې له جزییاتو خبر نه شي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف په مسکو کې د قرغیزستان له باندنیو چارو وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل«امریکا هڅه کوي چې له طالبانو سره پټې خبرې وکړي او د سیمې هیوادونه ورڅخه بې خبره پاتې شي.»

ده همداراز وویل«که د افغانستان مسلې ته له پراخ نظره وګورو، راته څرګنده به شي چې د امنیتي مسلو د حل پر اړتیا سربېره باید په افغانستان کې د سیاسي حللارې لټه وشي. روسیه تل د داسې بین الافغاني خبرواترو ملاتړ کوي چې طالبان او حکومت پکې شامل وي.»

لاوروف زیاته کړه، ټول دا مني چې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې حتمي دي، خو د امریکا په شمول ځینې هیوادونه د خبرواترو د کنټرول او پټ ساتلو په لټه کې دي.

لاوروف دا څرګندونې د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې په درشل کې وکړې.

په کابل کې د روسیې سفارت لسګونو افغانانو ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې خو ویلي یې دي چې د مسکو په پرزیدنټ دولتي هوټل کې دا غونډه په روسیه کې د مېشتو افغانانو په بلنه جوړېږي.

له کابل څخه د مسکو غونډې ته تللي طالبان

راپورونه وايي چې له کابله تللي افغانان پرون ماښام پرزیدنټ هوټل ته ورسېدل او له قطره مسکو ته د طالبانو تللی پلاوی په یوه بل هوټل کې دېره شوی دی خو غونډه به نن ماښام په پرزیدنټ هوټل کې وي.

له کابل څخه مسکو ته دا کسان بلل شوي دي:

  • پخوانی ولسمشر حامدکرزی
  • د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار
  • د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر محمد محقق
  • د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر
  • د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلی
  • د نوي افغانستان ګوند مشر یونس قانوني
  • د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور
  • د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړی اسماعیل خان
  • د ملی اسلامي محاذ ګوند مشر سیدحامدګیلانی
  • د افغانستان د ملي جبهې ريیس ذبیح‌الله مجددي
  • په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیرعبدالسلام ضعیف
  • د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی
  •  پخوانی دفاع وزیر شهنواز تڼی
  • قومي مشر پاچا خان ځدران
  • د مشرانو جرګې غړی شیرمحمد آخوندزاده
  • د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله هوا علم نورستانۍ
  • قومي مشر مدارعلي کریمي
  • د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد
  • د کرکټ بورډ پخوانی ريیس شهزاده مسعود
  • د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي قلم الدین
  • د افغانستان د اداري اصلاحاتو د کمیسیون پخوانی ريیس ډاکتر مشاهد
  • د پخواني ولسمشر حامد کرزي کلتوري سلاکار زلمی هیواد مل
  • د سولې د عالي شورا سلاکار حکیم مجاهد
  • د ترانسپورت پخوانی وزیر داوودعلي نجفي
  • د کرزي د دفتر ريیس عبدالکریم خرم
  • د ولسمشر غني سلاکار او د ښارجوړونې پخوانی وزیر یوسف پښتون
  • «د کابل پخوانی والي عبدالجبار تقوا
  • د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ضرار احمد مقبل عثمانی
  • د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا
  • د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر زلمی رسول
  • د حقوقپوهانو د ټولنې ریيس قاضی ګل رحمان
  • پخوانی وزیر وحیدالله شهراني
  • د اسلامي جمعیت ګوند غړی  او د اسماعیل خان زوی سیدطاها صادق
  • د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال
  • د هرات پخوانی والي سید فضل الله واحدي
  • د کابل د جامع جومات امام مولوي عبدالسلام عابد
  • د حکمتیار پخوانی مرستیال قطب الدین هلال
  • د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ارشاد احمدي
  • محبوب الرحمان داوودزی
  • د ولسمشر غني سلاکار احمدالله علی زی
  • د اسلامي حزب پخوانی غړی محمد زمان مزمل
  • محمد عزیز هلال
  • په ولسي جرګه کې د اروزګان پخوانۍ وکیله ریحانه آزاد
  • د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله فوزیه کوفي
  • د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو پخوانی وزیروکیل احمد متوکل
  • شعیب وکیل احمد
  • د ولسمشر غني سلاکار سید الرحمان حقاني
  • نظر محمد دادمند
  • وحیده مژده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *