تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې له افغانستان څخه یې د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه موافقه نه ده کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره وروسته له دې وکړه چې نن روسي خبري اژانسونو وویل چې د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو د پلاوي مرستیال سلام حنیفي ویلي چې امریکا د قطر په وروستیو خبرو کې ورسره منلې چې خپل نیمايي پوځیان د اپریل تر پایه له افغانستانه باسي او د نورو د ایستلو لپاره مهالوېش جوړوي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی په قول رویټرز خبري اژانس وویل چې متحدو ایالتونو د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره کومه نېټه نه ده اعلان کړې.
ویاند ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه هر راز بدلون له شرایطو سره تړلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي«موږ د ځواکونو د شمېر د احتمالي کمولو لپاره پر مهالوېش سلا نه ده کړې او د خپلو خبرو د نورو جزییاتو په اړه نه غواړو چې خبرې وکړو.»
تر دې وړاندې هم امریکا ویلي و چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو د ایستلو پرېکړه له دې سره تړلې چې طالبان له جګړې لاس اخلي او ایا د افغانستان له حکومت سره سوله کوي او که جګړې ته دوام ورکوي.
امریکا یانو، پاکستانیانو، ایرانیانو او روسانو د افغانستان په خلکو ښه غوبل او ګډوډ حالات راوستلی دی، دا ولی دا ځکه چه مونږ پاخه سیاسی مشران نه په حکومت کی لرو او نه یی په طالیبانو کی لرو. او که کوم سیاسی مشر ولرو پخپله یی تخریبوو.
دغه هیوادونه دافغانستان په خاوره او خلکو نړیوالی سیاسی او نظامی تجربی ترلاسه کوی. که امریکا په ریښتنی ډول وغواړی افغانستان ته ښه آمن په یوه میاشت کی راوستلی شی، خو نه غواړی؟
د امریکا دغه ګډوډ خبرونه چه کله وای وځم، کله وای نه وځم. دغه ډول خبرونه د افغانانو په خیر او ګټه نه دی.